ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د خانشين ولسوالۍ سقوط کړى

د هلمند د خانشين ولسوالۍ سقوط کړى

author avatar
30 Jul 2016 - 09:51
د هلمند د خانشين ولسوالۍ سقوط کړى
author avatar
30 Jul 2016 - 09:51

لښکرګاه (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): د هلمند ولایت د خانشين ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد و نقیض ادعاوې کېږي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په خانشين ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ولسوالۍ د سقوط په اړه معلومات نه لري، خو دوى يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

بلخوا د خانشين ولسوالۍ يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر سختو بريدونو وروسته سقوط کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسوالۍ درې کيلومتره لرې د ملي اردو يوه کمپ ته لېږدول شوې ده.

دې سرچينې وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې د ولسوالۍ امنيه قوماندان عبداالرووف او د ملي امنيت مدير ټپي شوي او يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو هم د يادې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې په دې جګړه کې يې ګڼو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، پوځي وسايل او وسايط يې نيولي دي.

هغه زياته کړې چې په دې جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د يادونې ده، پنځه مياشتې مخکې هم د خانشين ولسوالۍ سقوط کړى و چې وروسته دولتي ځواکونو بېرته ونيوه.

د خانشين ولسوالۍ د سقوط خبرونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امريکا سيګار ادارې خبر ورکړى چې افغان دولت په تېرو څلورو مياشتو کې پنځه سلنه خاوره له لاسه ورکړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.