ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپرست ښاروال : د مزار شريف ښار ٨٠ سلنه بدلون موندلى

سرپرست ښاروال : د مزار شريف ښار ٨٠ سلنه بدلون موندلى

author avatar
30 Jul 2016 - 18:39
سرپرست ښاروال : د مزار شريف ښار ٨٠ سلنه بدلون موندلى
author avatar
30 Jul 2016 - 18:39

مزارشريف (پژواک، ٩ زمرى ٩٥) : د بلخ د مزارشريف ښاروالۍ مسوولين وايي چې دغه ښار له تېرو څو کلونو راهيسې د پراختيا له اړخه ۸۰ سلنه بدلون موندلی دی.

د مزارشريف ښار سرپرست ښاروال جان محمد د وږي په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل  چې مزارشريف ښار هر کال د پراختيا په حال کې وي.

نوموړي زياته کړه چې د دغې پراختيا عمده لامل له خلکو سره په مشوره د پراختيايي پلان له مخې وړاندې تګ دی.

هغه وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې مزارشريف ښار د پراختيا له مخې، ۸۰ سلنه بدلون موندلی دی.

د نوموړي په وينا، په دغه ښار کې د سړکونو د قير کېدو چارې د ښار تر درېيم رينګه رسېدلې دي.

جان محمد زياته کړه چې د روان کال په لومړيو شپږ مياشتو کې يې د مزارشريف ښار لس سړکونه قير کړي دي.

همداراز څلور سړکونه  چې له تېر کاله يې دويمه دوره قير پاتې وو، چارې يې بشپړې شوې دي.

هغه همداراز په تېرو شپږو مياشتو کې د مزارشريف ښار په اوومه او څلورمه ناحيه کې د ۴۹ کيلومتره بېلا بېلو کوڅو د کانکرېټ کېدو خبر ورکړ.

سرپرست ښاروال د ښار د پاکوالي د چارو په برخه کې وويل  چې هره ورځ د ۴۰۰ مترمکعب په اندازه کثافات له ښاره بېرون  باسي.

نوموړي د ښار د پاکوالي په برخه کې له ښاروالۍ سره د خلکو په مرسته او ملاتړ ډېر ټينګار وکړ چې دغه چارې لا پسې ګړندۍ کولی شي.

سرپرست ښاروال جان محمد د ښار د سرسبزۍ په تړاو وويل  چې هر کال دغه چاره د خلکو، مدني ټولنو او موسيسو په ملاتړ تر سره کوي.

نوموړي زياته کړه  چې په روان کال کې د مزارشريف ښار په واټونو کې ۱۶زره نيالګي د ښار د سرسبزۍ په خاطر  ايښودل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.