مهترلام- پل علم (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): په لوګر ولايت کې يو طالب قوماندان له خپلو دوو ملګرو سره د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى بلخوا په لغمان کې يو طالب قوماندان له شپږو وسله والو سره نيول شوی دی.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د وسله والو طالبانو د يوې ٣٠ کسيزې ډلې قوماندان د خوښۍ ولسوالۍ اړوند د دوه بندي په سيمه کې ماين ځاى پر ځاى کاوو چې خپل ماين پرې وچاودېد.
هغه زياته کړه چې د اول خان په نوم دغه طالب قوماندان له خپلو دوو ملګرو سره په دې چاودنه کې وژل شوى دى.
بلخوا د لغمان ولايت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي امنيت د راپور پر اساس د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت ګډو ځواکونو د ولايت د مرکز اړوند بېلا بېلو سيمو کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې د عملياتو په پايله کې د مخالفو وسله والو د مشهور قوماندان رحماني د ډلې د يو سرګروپ په ګډون شپږ وسله وال له وسلو او مهماتو سره يو ځای نيول شوي دي.
سرچينې دغه راز ويلي چې د ملي امنيت منسوبينو له يو سراچه ډوله موټر څخه ۲۹ کيلو ګرامه ترياک له يو تن ليږدوونکي سره نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن