کندهار- اسعداباد (پژواک، ٩ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په کندهار او کونړ ولايتونو کې په ځینو امنيتي پېښو کې ماشومانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندرو په سيمه کې يوه ناچاودېدلې مرمۍ پر ماشومانو چاودلې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د يوې نجلۍ په ګډون درې نور ټپیان دي.
امنيه قوماندان وايي چې د وژل شوو او ټپي ماشومانو عمرونه د پنځو او لسو کلونو تر منځ دي او د ټپيانو حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، په کندهار ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د معروف ولسوالۍ د ميرخېل په سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ياده مرګ ژوبله واوښته.
هغه د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن