ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اجرائیه ریاست ټویټرپاڼه هک شوې

د اجرائیه ریاست ټویټرپاڼه هک شوې

author avatar
31 Jul 2016 - 14:17
د اجرائیه ریاست ټویټرپاڼه هک شوې
author avatar
31 Jul 2016 - 14:17

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): اجرائيه رياست وايي، د ټويټر پاڼه يې تېره شپه د ناپېژاندو هکرانو له خوا هک شوې او کنټرول یې د دوى د رسنیز او تخنیکي ټېم له لاسه وتلی دی.

له ياد رياسته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: "موږ لا هم د یادو هکرانو د هویت او ځای ځایګي په اړه پوره معلومات په لاس کي نه لرو."

سرچينه کاږي، تخنیکي ټیمونه يې هڅه کوي چې د یادې ټویټر پاڼې کنټرول ترلاسه کړي او پاڼه خپل عادي حالت ته را وګرځوي.

سرچينه زياتوي، د تېرې شپې له ۷ بجو نیولې بیا د دې پاڼې تر بیا ترلاسه کېدنې او رغېدنې پورې له یاد ادرسه د هر ډول موادو خپراوی د اجرائیه ریاست او د افغان حکومت د نظر څرګندونه نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.