ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په سوېلي ولايتونو کې د کلدارو پر راکړه ورکړه بنديز  لګول کيږي

د هېواد په سوېلي ولايتونو کې د کلدارو پر راکړه ورکړه بنديز لګول کيږي

author avatar
31 Jul 2016 - 18:11
د هېواد په سوېلي ولايتونو کې د کلدارو پر راکړه ورکړه بنديز  لګول کيږي
author avatar
31 Jul 2016 - 18:11

کندهار (پژواک ١٠ زمرى ٩٥): په سوېل کې د افغانستان بانک مسوولين وايي، هڅه کوي په کلدارو پر راکړه ورکړه بنديز ولګوي او خلک اړ باسي چې د پرديو پولي واحدونو پر ځاى د خپل هېواد پولي واحد وکاروي.

دا مهال د سوېلي حوزې په ټولو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل کې نږدې ډېره راکړه ورکړه په کلدارو تر سره کېږي، چې نه يواځې يې د افغانۍ ارزښت زيانمن کړى، بلکې په دې برخه کې يې ملي هويت هم له پوښتنې سره مخامخ کړى دى.

د افغانستان بانک مسوولين هم دا مني چې د سوېل په نږدې ټولو ولايتونو کې د راکړې ورکړې پر مهال پاکستانۍ کلدارې رايج دي، خو وايي چې د مخنيوي هڅې يې پيل کړې او دغه چاره يې لومړى د کندهار له سپين بولدک ولسوالۍ څخه را پيل کړې ده.

سپين بولدک ولسوالي له کندهار ښار څخه ختيځ لور ته د ١١٠ کيلومتره په واټن ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، چې هره ورځ پرې زرګونه خلک د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي او د هېواد لويه برخه صادرات او واردات هم له دې لارې کېږي.

په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې افغانۍ بېخې له کارولو لوېدلې او پر ځاى يې ټوله راکړه ورکړه په پاکستانيو کلدارو کېږي.

په دې اړه په سوېل کې د افغانستان بانک عمومي مسوول محمد نعيم اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سوېل په نږدې ټولو ولايتونو کې پاکستانۍ کلدارې رايج دي، خو په سپين بولدک کې بيا ټوله راکړه ورکړه په کلدارو کېږي.

هغه زياته کړه، د سپين بولدک ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو، سوداګرو او دوکاندارانو ته يې خبر ورکړى چې نور دې د کلدارو پر ځاى په افغانۍ راکړه ورکړه کوي.

د ده په وينا، افغانۍ زموږ ملي هويت دى، خلک يې بايد درناوى وکړي او د راکړې ورکړې په ټولو چارو کې بايد د پرديو پولي واحدونو پر ځاى د خپل هېواد پولي واحد وکاروي.

په سپين بولدک کې د افغانستان بانک څانګې هم د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته خبر دارى ورکړى چې هره لويه او کوچنۍ راکړه ورکړه دې په افغانيو وشي.

د افغانستان بانک له دې څانګې څخه خلکو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((په پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه په مطلق ډول بنده ده، له لسو ورځو وروسته سرغړوونکي له قانون سره سم جريمه کېږي او بيا څوک د شکايت حق نه لري.))

د کندهار اوسېدونکي د افغانستان بانک د مسوولينو د دې اقدام هرکلى کوي، خو وايي چې پر بشپړ پلي کېدو يې باوري نه دي.

هغوى وايي، په وار وار يې له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې نور دې په پرديو پولي واحدونو راکړه ورکړه پاى ته ورسوي، ځکه دا کيسه له ډېره وخته روانه ده او اوس په يوې جدي ستونزې اوښتې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.