اسعد اباد (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): د کونړ امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې يو قومي مشر د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناړۍ قومي مشر حاجي مرسلين خان، نن سهار په شاوخوا لسو بجو خپل کور ته روان و، چې د ماين چاودنه پرې وشوه.
ده زياته کړه، مرسلين سخت ټپي شوى او د درملنې لپاره ننګرهار ته وړل شوى و، خو هلته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د هغه په وينا، له نوموړي سره په ډاټسن موټر کې درې تنه نور هم سپاره وو، چې هغوى سرسري ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن