ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو د هلمند پر نادعلي او مارجې ولسواليو هم بريدونه کړي

وسله والو طالبانو د هلمند پر نادعلي او مارجې ولسواليو هم بريدونه کړي

author avatar
31 Jul 2016 - 12:28
وسله والو طالبانو د هلمند پر نادعلي او مارجې ولسواليو هم بريدونه کړي
author avatar
31 Jul 2016 - 12:28

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ زمری ۹۵): تر خانشين او ګرمسېر وروسته وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند پر نادعلي او مارجې ولسواليو هم ډله ييز بريدونه کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په خانشين ولسوالۍ کې امنيتي حالات کنټرول شوي، کومانډو ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.

خو هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ پر يو شمېر پوستو بريدونه کړي وو.

د والي وياند وايي چې وسله والو تر اوسه په يادې ولسوالۍ کې پرمختګ نه دی کړى د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي او په سيمه کې جګړه روانه ده.

د ځواک په وينا، وسله والو د مارجې په تريخ ناور سيمه کې يو پول په ماين الوځولى دى.

هغه وويل چې ډېر ژر به دولتي ځواکونه په يادو څلورو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي او ښې لاسته راوړنې به ولري.

بلخوا د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر وايي، له ګواښونو سره سره د طالبانو د وروستيو بريدونو په اړه هېڅ هڅې نه دي شوي.

د نوموړي په وينا، په دغه کار کې د ولسواليو تر څنګ د ولايت د مرکز مسوولين هم پړه دي.

شاکر وايي، اوس د بهرنيو ځواکونو پوره مرستې ته اړتيا ده، که چېرې ياد ځواکونه په پراخه توګه مرسته وکړي، د دولت وسله وال مخالفين نه شي کولی چې پرمختګ وکړي.

بلخوا د نادعلي ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه او نن سهار وسله والو مخالفينو ځينې پوستې نيولې.

د يادې سرچينې په وينا، د پوليسو يو قوماندان حاجي لال جان له خپلو عسکرو سره وژل شوى، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

نوموړى وايي چې دغه راز د مارجې او لښکرګاه تر منح يو پول پر بمونو الوځول شوى او پر دې لارې هم دوو پوستو سقوط کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.