ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي

په ننګرهار کې د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي

author avatar
31 Jul 2016 - 11:06
په ننګرهار کې د داعش ۲۰ وسله وال وژل شوي
author avatar
31 Jul 2016 - 11:06

جلال اباد (پژواک، ١٠ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو او کورنيو ځواکونو په عملياتو کې شل داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې داعش وسله والو ته ياده مرګ ژوبله په کوټ او اچين ولسواليو کې اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې دغه عملیات او بريدونه د کوټ ولسوالۍ په وچ تنګي او الياس بابا سيمو کې او همدا راز د اچين ولسوالۍ په کرکڼۍ تنګي سيمو کې ترسره شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو له هوايي ځواک او کورنيو ځواکونو له توپچي څخه ګټه اخيستې ، د داعش ٢٠ وسله وال يې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

خوږياڼي وويل چې په دغو عملياتو کې د داعش ډلې دوه دهشکې هم تخريب شوې او د يو شمېر وژل شوو کسانو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي.

د والي وياند وايي چې د  قهر سېلاب په نامه پيل شوو عملياتو کې د هسکې مينې ولسوالۍ په اتو کليو کې چاڼيز عمليات او پلټنې ترسره شوې چې په ترڅ کې یې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

داعش وسله  والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.