غزني ښار(پژواک،۱۱ زمری۹۵): امنيتي چارواکي او وسله وال طالبان د غزني په بېلابېلو سيمو کې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ په ګيرو، اندړو او د ده يک ولسواليو په ځينو پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وويل چې په دې نښتو کې د پاکستاني طالبانو په ګډون له لسو ډيرطالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د قوماندان په وينا، په وژل شوو کې د وزيرستاني طالبانو يو قوماندان ګل حضرت هم شامل دى.
امرخېل وايي چې په دې جګړو کې دوه پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي او څلور نور پوليس ټپيان دي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي محمداکرم پژواک ته وويل چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پيل شوې وه او د شپې تر ناوخته يې دوام درلود.
هغه وويل چې اوس هم په سيمه کې په وقفه يي توګه د ډزو غږونه اورېدل کيږي او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
په غزني کې د ٢٠٣تندر قول اردو د څلورمې لوا د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
د سرچينې په حواله، په دې جګړه کې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله وال طالبان هم د اندړو جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره ورځ د اندړو په براهو، دوراهي، نظروالو او کنصف سيمو کې طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه ادعا وکړه چې د دې جګړو په ترڅ کې يې ١٣ امنيتي سرتېري وژلي او ٢١ نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن