ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نېکولسن: په افغانستان کې د داعش ٧٠ سلنه غړي پاکستاني طالبان دي

نېکولسن: په افغانستان کې د داعش ٧٠ سلنه غړي پاکستاني طالبان دي

author avatar
1 Aug 2016 - 16:19
نېکولسن: په افغانستان کې د داعش ٧٠ سلنه غړي پاکستاني طالبان دي
author avatar
1 Aug 2016 - 16:19

واشنګټن (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان وايي چې په افغانستان کې د داعش ٧٠ سلنه غړي پاکستاني وسله وال طالبان  دي.

جنرال جان نېکولسن دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت اړونده خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې چې په افغانستان کې د داعش ٧٠ سلنه غړي هغه  پاکستاني وسله وال دي چې له تحريک پاکستان څخه جلا شوي دي.

نوموړي ويلي که څه هم په افغانستان کې له ١٥ کلونو راهيسې جګړه روانه ده، خو اوس هم له دوولسو څخه زياتې وسله والې ډلې په دغه هېواد کې فعاليت کوي.

د ناټو قوماندان وايي چې د پاکستانيو ځواکونو لخوا په شمالي وزيرستان او نورو سيمو کې تر ضرب غضب عملياتو وروسته د تحريک طالبان پاکستان وسله وال افغانستان ته راغلل او دلته داعش شول.

د جنرال نېکولسن په وينا، په ننګرهار کې مېشت د داعش ډېرى وسله وال د ډيورنډ د پولې پورې غاړې اورکزو ايجنسۍ اوسېدونکي او د تحريک طالبان پاکستان غړي دي چې د روان کال په لومړيو کې له داعش سره يو ځاى شوي .

هغه زياته کړې چې په عراق او سوريه کې د داعش ډله اوس خپل فکر او پلانونه افغانستان او نورو هېوادونو ته لېږدوي.

دى وايي چې امريکا داعش ډله ترهګره اعلان کړې، خو د دې ترڅنګ درې نورې ترهګرې ډلې هم په افغانستان کې فعاليت کوي.

د يادونې ده، چې څو مياشتې مخکې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما لخوا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د مودې د غځېدو او ورته د نويو واکونو تر ورکولو وروسته په دغه هېواد کې د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد هوايي بريدونه زيات شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو دغه قوماندان وايي چې يادې ترهګرې ډلې د امريکا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په نښه کېږي.

دى وايي چې په افغانستان کې د داعش او طالبانو ترڅنګ، پاکستاني طالبان او د ازبکستان د اسلامي تحريک وسله وال هم فعاليت کوي چې يو شمېر يې له داعش سره هم يو ځاى شوي دي.

جنرال نېکولسن ويلي، داعش ډلې تېر کال د ننګرهار په لسو ولسواليو کې فعاليت کاوه، خو له کله چې امريکايي ځواکونو له افغان ځواکونو سره ګډ عمليات پيل کړي، نو ډېرې سيمې له داعش وسله والو څخه پاکې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.