ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د شهزاده سراى صرافانو او زرګرانو اعتصاب  وکړ

کابل ښار کې د شهزاده سراى صرافانو او زرګرانو اعتصاب وکړ

author avatar
1 Aug 2016 - 18:55
کابل ښار کې د شهزاده سراى صرافانو او زرګرانو اعتصاب  وکړ
author avatar
1 Aug 2016 - 18:55

 کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٥): د کابل ښار د شهزاده سراى صرافان او د ياد سراى اړونده زرګرانو نن په اعتصاب لاس پورې کړى او له حکومت يې غوښتي چې د دوى د امنيت په ټينګښت کې جدي ګام پورته کړي.

 د کابل ښار د شهزاده سراى صرافانو ټولنې مشر خان محمد باز پژواک خبري اژانس ته وويل:"

 موږ د سراى شهزاده صرافان او زموږ د سراى ګاونډ زرګران؛ له دې امله چې امنيتي ستونزې زياتې شوې، فردي امنيت نه لرو، زموږ پيسې غلا کېږي، تښتول کېږو او يا وژل کېږو، خو امنيتي چارواکي په دې اړه بې تفاوته دي، په دغو ډېرو قضيو کې وسله وال کسان له حکومت سره اړيکې لري، خپل دوکانونه مو وتړل."

هغه وويل چې په همدې نږدې ورځو کې د شهزاده سراى يوه صراف يو ميليون امريکايي ډالر د سروبي له لارې ننګرهار ته لېږدول چې د سروبي-کابل لارې په اوږدو کې يې پيسې د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شوې.

 خان محمد باز ادعا وکړه: "د ياد صراف پيسې د سروبي امنيه قوماندان د درېيو ساتوونکو له لوري تښتول شوې، ياد درې کسان اوسمهال په کابل کې تر څارنې لاندې دي، موږ له حکومت غواړو چې د ياد صراف پيسې له دوى  څخه واخلي او دوى د خپلو اعمالو په سزا ورسوي."

 نوموړي وويل  چې حکومت بايد د صرافانو، سوداګرو او پانګوالو د فردي امنيت په ټينګښت کې جدي پام وکړي، له هغه پرته به دوى د هېواد پرېښودو اړ شي.

دغه راز د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې  د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد هم ورته نظر لري او وايي چې د نا امنيو د ډېروالي او سوداګرو د تښتولو له امله نن د يادې سيمې ټولو زرګرانو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسيږي، خپل دوکانونه تړلي دي.

 نوموړي زياته کړه: "يوه بله غوښتنه هم لرو چې د استيناف محکمه بايد زموږ د دوکانونو له څنګه   بل ځاى ته ولېږدول شي، ځکه چې تر ګواښ لاندې ده."

 د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل، چې امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول ملي پوليس هر وخت د سوداګرو امنيت د خونديتوب په برخه کې ډېرې هلې ځلې کوي.

 هغه وويل، امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول پوليس به د هېواد خصوصي سکتور غوښتنو او امکاناتو ته په پام سره خپلې هلې ځلې زياتې کړي.

 صديقي د سروبي پېښې په اړه وويل چې په دې اړوند د رارسېدلو شکايتونو او اطلاعاتو پر بنسټ، په دې تړاو يو شمېر پوليس نيول شوي او قضيه په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.