ميمنه ښار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د فارياب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ امنيه قوماندان د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې له يوه پوليس سره ووژل شو.
د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي د سه شنبې په ورځ (د چنګاښ ١٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سخي داد عثماني تېره شپه هغه مهال ووژل شو چې طالبانو د دغه ولايت پر مرکز او امنيتي پوستو بريد وکړ.
معصومي زياته کړه: ((هغه غوښتل چې د يوې پوستل د پرسونل ملاتړ ته ورشي چې ټانک يې د ځاى پر ځاى شوي ماين له چاودنې سره مخ شو.))
نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې ټانکسټ (ټانک چلوونکى) هم وژل شوى او يو پوليس برسېرن ژوبل شوى دى.
د فارياب د خواجه سبزپوش ولسوال وايي چې د پېښې په ځاى کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې څلور وسله وال طالبان ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن