ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب د پوهنې مشر ونيول شو

د فارياب د پوهنې مشر ونيول شو

author avatar
2 Aug 2016 - 13:20
د فارياب د پوهنې مشر ونيول شو
author avatar
2 Aug 2016 - 13:20

ميمنه (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د فارياب د پوهنې مشر چې د جعلي او ناسمو تحصيلي اسنادو درلودو په تور نيول شوى، وايي چې د محکمې له حکم پرته نيول شوى او نيونه يې يوه دسیسه ده.

د فارياب د استيناف څارنوالۍ مشر حسيب الله علم د سه شنبې په ورځ (د زمري ١٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورسېدلو شکايتونو له مخې يې د پوهنې رييس غلام سخي بيان د جعلي تحصيلي سندونو په تړاو پرون مازديګر نيولى او تر څارنې لاندې دى.

هغه زياته کړه: ((د پوهنې رييس د تحصيلي اسنادو څېړنه روانه ده او له ارزونې  وروسته به څرګنده شي چې جعلي دي او که د شخصي موخو په سبب تورن شوى دى.))

د فارياب د استيناف څارنوالۍ مشر څرګنده نه کړه چې دغه شکايت د چا له خوا دوى ته رسېدلى دى.

خو د فارياب د پوهنې مشر غلام سخي بيان په خپلو اسنادو کې د چل او جعلي توب خبره رد کړه او ويې ويل چې د ده نيونه يو سياسي پروګرام دى چې د پوهنې رياست له پوسټ نه د ده د لرې کولو په موخه شوى دى.

بيان زياته کړه چې خپل تحصيلي اسناد يې د فارياب د وخت انستيتيوت کې د ٨ سمسټرونو له ترسره کولو وروسته ترلاسه کړي دي، د انسټيټيوټ ادارې، ښوونکو او والي په کې لاسليک کړى، هېڅ ستونزه په کې نشته. پر همدې سند يې تر دې وړاندې  د پوهنې د مشر، د فارياب او اندخدوى د ښوونکو د روزنې مشر په توګه هم دندې ترسره کړې دي، د تحصيلي سند د جعل موضوع يوه توطيه ده.

هغه وويل: ((لومړى يې بايد د تحصيلي سند سموالى څېړلى شوى وى، له وزارت يې پوښتلي وى چې ولې يې زه پر جعلي اسنادو استخدام کړى يم، که چېرته يې چل په کې ثابت کړى واى، وروسته يې دې د محکمې په حکم زما د نيولو اقدام کړى وى.))

د پوهنې مشر زياته کړه چې دى نه يواځې چې د خپل ځان د خوشي کېدو غوښتنه کوي، بلکې د خپل حيثيت اعاده غواړي؛ ځکه چې د محکمې له حکم پرته د دندې ترسره کولو پرمهال نيول شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.