ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: روسيه دې د افغانستان د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي

ناټو: روسيه دې د افغانستان د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي

author avatar
2 Aug 2016 - 15:53
ناټو: روسيه دې د افغانستان د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي
author avatar
2 Aug 2016 - 15:53

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٥): د ناټو سازمان له روسيې غوښتي چې د افغانستان د ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.

ناټو دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې روسيې له ناټو سازمان سره د افغانستان په مسايلو کې همکارۍ ته لېوالتيا ښودلې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف پرون ويلي چې د افغانستان په موضوع کې د همکاريو په اړه يې له ناټو مثبتې اشارې ترلاسه کړې، خو په عمل کې تر اوسه کوم اقدام نه دى شوى.

کابلوف ويلي: ((ناټو ويلي، افغانستان زموږ او دوى لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده؛ ځکه بايد په ګډه يې په اړه همکاري وشي.))

نوموړي ناټو ته وړانديز کړى چې د افغانستان په اړه ځنډېدلي پروګرامونه او همکارۍ بيا له سره پيل کړي.

هغه وايي، افغانستان ته د څو زرو سرتېرو په لېږلو سره دغه هېواد له ترهګرۍ نه شي ژغورلى، په دې اړه بايد نور رغنده کارونه وشي.

کابلوف دا نيوکه په داسې حال کې کړې چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما څه موده مخکې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو موده وغځوله.

په بروکسل کې د ناټو يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره مياشت په وارسا کې د ناټو د سرمشريزې غونډې پر مهال پرېکړه وشوه چې د روسيې او ناټو تر منځ اړيکې نړيوالو قوانينو او ستراتيژيکو ارزښتونو ته درناوي پورې مشروطې دي.

سرچينې زياته کړې، له روسيې سره د ناټو د اړيکو څرنګوالى له نړيوالو قوانينو سره ددغه هېواد ژمنتيا او مسووليتونو اخيستلو پورې مربوط دى.

ناټو وايي: ((تر هغه پورې موږ له روسيې سره نورمال روابط نه شو جوړولى چې دغه هېواد نړيوالو قوانينو ته سم درناوى ونه لري او تر هغې پورې به زموږ اړيکې ځنډېدلې وي.))

خو دغه سازمان زياته کړې چې دوى له روسيې سره د خبرو اترو او ديپلوماسۍ دروازې خلاصې پرېښې دي.

د ناټو يادې سرچينې ويلي چې افغانستان د ناټو او روسيې د اندېښې ګډه موضوع ده، په همدې موخه په روان کال کې د روسيې او ناټو د ګډ کمېسيون په غونډه کې هم پر دې بحث شوى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.