مزارشريف (پژواک، ۱٣ زمری ۹۵) د ښځو پر وړاندې د روان تاوتريخوالي تر ټولو ستر لامل د دوی اقتصادي محروميت دی.
دغه څرګندونې د زمري په ۱۳مه په مزارشريف کې د افغان ښځو او نجونو د ټولنيزو ستونزو د حل په موخه د جوړ شوي ګردي مېز ګډونوالو وکړې.
دغه ګردی مېز د افغان ښځو د تعليمي مرکز له خوا جوړ شوی و چې د بلخ ولايت لسګونو مېرمنو او د مدني ټولنو ښځينه فعالانو په کې ونډه اخيستې وه.
د ياد ګردي مېز تنظيموونکې نظيفې ميرزايي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پروګرام يې د ښځو د ټولنيزو ستونزو د څېړنې لپاره جوړ کړی و چې ګډونوالې يې په په خوله وويل، بايد د ښځو د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره کار وشي.
هغه وايي، په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د روان تاوتريخوالي د هرې بڼې د شونتيا تر ټولو ستر لامل د مېرمنو اقتصادي محروميت دی.
مېرمن ميرزايي وويل، په حکومتي، ټولنيز او کورني لحاظ افغان مېرمنې له اقتصادي محروميت سره مخ دي؛ پر مېرمنو د پيسو پيدا کېدو لارې بندې شوې او له همدې امله د پيسو د لګولو حق هم ترې اخيستل شوی دی.
د ياد پروګرام ګډونوالې نظيلا پژواک ته وويل، دولت له تېرو څو کلونو د مېرمنو د حقونو په خونديتوب کې پاتې راغلی دی؛ د ملي يووالي حکومت که څه هم د کمپاين پر مهال د ښځو د حقونو په تړاو د ډېرو پرګرامونو يادونه کړې وه؛ خو لا يو هم نه دی عملي کړی.
هغه هم پر دې باور ده چې د مېرمنو د اقتصادي حالت د خونديتوب لپاره بايد هلې ځلې وشي.
د بلخ ولايت مدني فعالې نسيمې احمدزۍ وويل، د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره بايد له هغو سره د کاروبار په جوړونه کې مرسته وشي؛ ځکه تر کومې چې مېرمنې په مستقيم ډول د پيسو پيدا کېدو په لارو چارو بلدې نه شي، سړي ورته دا حق نه ورکوي.
د هغې په وينا، مېرمنې بايد په ثبوت ورسوي چې ژوند له دوى پرته ناشونی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن