ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اسعداباد کې چاودنې ۱۰ ملکي وګړي ټپيان کړي

په اسعداباد کې چاودنې ۱۰ ملکي وګړي ټپيان کړي

author avatar
3 Aug 2016 - 13:12
په اسعداباد کې چاودنې ۱۰ ملکي وګړي ټپيان کړي
author avatar
3 Aug 2016 - 13:12

اسعداباد (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د يوې چاودنې له امله لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل  د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د اسعداباد ښار د يوه مارکېټ په دويم پوړ کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دغه مارکېټ د دويم پوړ د يوه خياط دوکان مخې ته چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.

د سيدخېل په وينا، په دې چاودنه کې لس ملکي وګړي ټپيان شوي چې د سيمې د اوسېدونکو او پوليسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

امنيه قوماندان وويل چې په دې اړه پلټنې پيل شوې، څو د پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د اسعداباد د مرکزي روغتون رييس ډاکټر محمدفاروق سهاک پژواک ته وويل چې دوى ته د پېښې له ځاى څخه لس ټپيان ور وړل شوي چې د دوو حالت د اندېښنې وړ دى.

د سيف الله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې د چاودنې له امله يو شمېر دوکانونه هم زيانمن شوي دي.

د هغه په وينا، د پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.