د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سمنګان د خټکيو او هندواڼو سږني حاصلات بې مخينې دي

د سمنګان د خټکيو او هندواڼو سږني حاصلات بې مخينې دي

Aug 03, 2016 - 15:40

ايبک (پژواک، ١٣ زمرى ٩٥): په سمنګان کې سږ کال د تېر کال په پرتله د نوو کرنيزو بڼو د کارونې له امله د خټکيو او هندواڼو کښت ١٩ سلنه او حاصلات يې ٢٩ سلنه لوړ شوي دي.

د سمنګان د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو مشر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې پر ٦٣٥٠ هکتاره ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي وو، خو سږ کال دا اندازه ٧٥٥٠ هکتارو ته رسېدلې ده.

نوموړي د دې ادارې د اټکليزې ارزونې پر بنسټ وويل چې تېر کال د هندواڼو او خټکیو کښتونو ٥٢ زره ټنه حاصل درلود، خو لومړنۍ ارزونې ښيي چې سږ کال به يې حاصلات ٦٧ زره ټنو ته ورسېږي.

په سمنګانو کې د دې مېوو حاصلات راټولونه د غبرګولي مياشتې په وروستيو کې پيل او تر وږې مياشتې پورې دوام کوي.

د نور محمد د معلوماتو له مخې، څېړنې څرګندوي چې تېر کال د يادو مېوو له درکه ٤٤٥ ميليونه افغانۍ عايد تر لاسه شوى و، خو سږ کال به دا اندازه څه باندې ٥٨٠ ميليونه افغانيو ته ورسېږي.

د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې ادارې مدير ګلاب الدين عياثي وويل چې د هندواڼو او خټکیو کښت ته د کرنې ادارې جدي پاملرن، کروندګرو ته د فني روزنو ورکول، د نوو کرنيزو سيستمونو لکه تر پلاستيک لاندې کښت او نورو دودول کول د دې سبب شوي چې حاصلات لوړ شي او کروندګر دې د مېوو لا زيات کښت ته وهڅول شي.

نوموړي زياته کړه، په ياده برخه کې يې د ادارې هڅې له څو کلونو راهيسې روانې دي، د همدې هڅو په سبب سږ کال د دغه ولايت د مېوو حاصلات بې مخينې وو.

د دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ د غزنيګک کلي اوسېدونکي فيض محمد د سمنګان په مرکز ايبک کې د ((امري)) په نوم خټکي د پلور پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى په سيمه کې د هندواڼو او خټکیو حاصلات د تېر کال په پرتله زيات شوي دي.

امري د خټکیو تر ټولو غوره ډول دى.

هغه زياته کړه چې حاصلات يې د دې دوو مېوو د کښت د نوو بڼو په سبب زيات شوي، خو دا يې ونه ويل چې حاصلات يې څومره زيات شوي دي.

فيض محمد زياته کړه چې د کرنې ادارې کارکوونکو ده او نورو کروندګرو ته د کښت داسې نوې طریقې لکه تر پلاستيک لاندې کښت، د افتونو د مخنيوي درملو او د کښت وخت د بدلون په  برخه کې روزنه ورکړې ده.

 

نوموړي څرګنده کړه چې پخوا به يې دا مېوه يو وخت کرله، خو اوس يې هرې شل ورځې وروسته کري او د دغه کار ګټه دا ده چې حاصلات يې په بېلابېلو وختونو کې ترلاسه کېږي.

هغه وويل چې په بېلابېلو وختونو کې د حاصلاتو ترلاسه کول د دې لامل کېږي چې ټول حاصلات وپلورل شي، له ضايع کېدو او خرابېدو یې مخنيوى يې وشي.

د دغه ولايت د لرخابي ولسوالۍ يوه کروندګر قاري تاج محمد وويل چې سږ کال يې د هندواڼو او خټکیو حاصلات شاوخوا ٢٥ سلنه لوړ شوي دي.

نوموړي په ځينو نورو لارو کې لکه تر پلاستيک د کښت لاندې کول او نورې چارې د حاصلاتو د لوړوال لامل وبللې او ويې ويل چې تېر کال يې د کښت يوه برخه او سږ کال يې ټول کښت تر پلاستيک لاندې کړی او دا کار د کښت د لوند ساتلو سبب شو او د حاصلاتو د لوړېدو عمده لامل بلل شوى.

د هغه د معلوماتو له مخې، سږ کال يې په ١٥٠ جريبه ځمکه کې خربوزې او هندوانې کرلې او هيله لري چې له خپل دغه کښته به ٣٥ زره منه هندواڼه او ٢٠ زره منه خټکي ترلاسه کړي.

د هغه په خبره، د دغه ولايت يادې دواړه مېوې پر سمنګان سربېره په کابل، بلخ او ځينو نورو ولايتونو کې هم پلورل کېږي.

د تاج محمد په خبره، سږ کال کولى شي چې د يادو مېوو له درکه شاوخوا يو عشاريه اته ميليونه افغانۍ ځانګړې عايد ولري.

د هغه په خبره، سږ کال هم د تېر کال په څېر يو من هندواڼه ٥٠ افغانۍ او يو من خټکی په ٦٠ افغانۍ پلورل کېږي.

خټکي او هندواڼې په فراه، جوزجان، بغلان، فارياب، کندوز، بلخ او ځينو نورو ولايتونو کې کرل کېږي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement