ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز- پټان لاره بیا تړل شوې

د ګردېز- پټان لاره بیا تړل شوې

author avatar
3 Aug 2016 - 16:28
د ګردېز- پټان لاره بیا تړل شوې
author avatar
3 Aug 2016 - 16:28

ګردېز (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا د ګردېز- پيټان لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم ياده لاره وسله والو طالبانو د خلکو پر مخ تړلې وه خو د امنيتي ځواکونو تر عملياتو وروسته بېرته خلاصه شوه.

د ګردېز پټان د لویې لارې موټر چلوونکي سيد نور پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د انډوم په سيمه کې لويه لار د خلکو پر مخ تړلې ده.

دی وايي، دغه لار له نن غرمې راهيسې بنده شوې او ګڼ د سپرلیو او بار وړونکي موټر بند پاتې دي.

په پکتيا کې يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په څمکنيو، جانيخېلو او مېرزکه کې جګړه روانه ده.

دغه امنيتي سرچېنې وايي چې دوی وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې خو نږدې په ټوله جګړه کې د دوی یوازې درې کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل وايي په ياده لويه لاره کې په څو سيمو کې وسله وال طالبان د تلاشۍ لپاره راکښته شوي وو خو لاره تر اوسه بشپړه نه ده بنده شوې.

نوموړی وايي، امنيتي ځواکونه سيمې ته تللې تر څو دغه ګواښ چې وسله والو رامنځته کړی له منځه يوسي او لار په ډاډمنه توګه خلاصه کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د دې لارې د تړل کېدو له امله د ډنډپټان، څمکني، جانيخېلو، ځاځي اريوب، احمدخېل، لجه منګل او ميرزکې ولسوالۍ لارې تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره کال هم په دې سيمه کې وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره لاره د خلکو پر مخ تړلې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.