ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په خانشین او ګرمسېر کې د امنیتي ځواکونو عملیات بریالي روان دي”

“په خانشین او ګرمسېر کې د امنیتي ځواکونو عملیات بریالي روان دي”

author avatar
3 Aug 2016 - 14:02
“په خانشین او ګرمسېر کې د امنیتي ځواکونو عملیات بریالي روان دي”
author avatar
3 Aug 2016 - 14:02

لښکرګاه (پژواک، ۱۳ زمری ۹۵): د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې په خانشین او ګرمسېر ولسواليو کې وسله وال طالبان ځپل شوي خو امنيتي سرچينې بيا د نادعلي حالات ګواښمن بولي.

خانشین کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال نورعلم حلیم خوږیاڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ مرکزي سیمې په  بشپړه توګه له مخالفینو پاکې شوې دي.

د ده  په وینا، اوس مهال د امنیت لا ټینګښت په موخه د پولیسو او ملي اردو ګډ عملیات دوام  لري چې په ترڅ کې يې ګڼ وسله وال برید کوونکي وژل شوي چې یو شمېر يې پاکستانیان وو.

نوموړي زیاته کړه، په ګرمسېر کې هم د وسله والو د پرمختګ  مخه نیول شوې ده.

دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دل جان خاکرېزوال هم  وويل چې د ولایت په سوېلي سیمو کې امنيتي حالات تر کنټرول لاندې دي خو هڅې روانې دي چې په خانشین او ګرمسېر کې هم ګواښونه کم کړاى شي.

خاکرېزوال زیاته کړه، په خانشین او ګرمسېر کې به په دوامداره  توګه د پولیسو، ملي اردو او سرحدي پولیسو عملیات روان وي.

د ګرمسېر ولسوال ادریس علیزي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو څو ځلې په دې ولسوالۍ بريدونه وکړل خو له ماتې سره مخ شول.

هغه وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې تر څنګ پراخ تبليغات پيل کړي چې له امله يې د خلکو تر منځ وېره خپره شوې ده.

خو په يادې ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه کافي وسلې او پوځي تجهيزات نه لري.

هغه وويل چې د دې ولسوالۍ د بنادر سيمه تېره اونۍ مخالفينو نيولې او تر اوسه له هغوى سره ده.

د سرچيني په وينا، د خانشين ولسوالۍ يواځې د مقام ودانۍ له امنيتي ځواکونو سره ده خو پاتې نورې سيمې له طالبانو سره دي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.