مزارشريف (پژواک، ۱۴ زمری ۹۵): د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په مزارشريف ښار کې د يو ماشوم د پلورل کېدو مخنيوی کړی دی.
د دغه کمېسيون مشر سيدمحمد سامع د زمري په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، يوې غريبې کورنۍ هڅه کوله چې خپل يو کلن ماشوم د اقتصادي ستونزو له امله وپلوري.
نوموړي زياته کړه چې ياده کورنۍ د مزارشريف ښار په چغدک سيمه کې ژوند کوي او په همدې سيمه کې يې د پنځه زره افغانيو په بدل کې د خپل ماشوم د پلورل کېدو هڅه کړې وه.
د ماشوم پلار عبدالکريم پژواک ته وويل چې درې کاله وړاندې يې واده کړی و چې همدا يې لومړی اولاد و.
نوموړي زياته کړه چې زوی د زړه ناروغي درلوده او د درملنې لپاره يې د اقتصادي ستونزو له امله بې وسه وو.
هغه وايي چې له همدې امله د خپل زوی د پلورلو تابيا کړې وه چې پېردونکی به يې درملنه وکړي او په راتلونکي کې به ښه ژوند هم ولري.
په مزارشريف کې د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوول سامع وويل چې دوی د يادې پېښې له خبرېدو وروسته سيمې ته ورغلل او د ماشوم د پلورل کېدو مخنيوی يې کوي.
نوموړي زياته کړه، د دوی څېړنو وښوده چې ياده کورنۍ له خورا اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
هغه وايي چې تر دې دمه ورسره د بشري حقونو د ماشومانو برخې ادارې يو څه مالي مرسته کړې ده.
د مزارشريف مدني فعالان د ورته پېښو د مخنيوي په موخه له حکومته د کارموندنې په برخه کې د جدي هڅو غوښتنه کوي.
مدني فعال احمد جاوېد پژواک ته وويل چې د ورته پېښو عمده لامل اقتصادي ستونزې دي چې د شته بې روزګاري له امله لا زياتې شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې حکومت بايد د عامو خلکو د روزګار د سمېدو لپاره لنډمهالې او اوږدمهالې طرحې جوړې او عملي کړي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن