ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستانۍ چورلکې په نیول شوو سپرلیو کې د راحیل شریف زوم هم دی

د پاکستانۍ چورلکې په نیول شوو سپرلیو کې د راحیل شریف زوم هم دی

author avatar
6 Aug 2016 - 13:11
د پاکستانۍ چورلکې په نیول شوو سپرلیو کې د راحیل شریف زوم هم دی
author avatar
6 Aug 2016 - 13:11

پل علم (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د تښتول شوو کسانو په ډله کې د پاکستان د پوځ د مشر زوم هم شامل دى.

دغه چورلکه تېره ورځ له غرمې مخکې د لوګر د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې وه.

د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي وکيل د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار قومي مشرانو له طالبانو سره ناسته کړې ده او تر اوسه تښتول شوي کسان روغ رمټ دي.

ده وويل چې د تښتول شوو کسانو په ډله کې د پاکستان د پوځ د مشر راحيل شريف زوم ميجر سردار هم شامل دى.

وکيل وايي چې يادې چورلکې په دې سيمه کې د تخنيکي ستونزې له امله نه، بلکې په خپله خوښه ناسته کړې وه.

د هغه په وينا، له نيول شوو کسانو سلګونه زره ډالر، کلدارې، دوه ميله وسلې، درې سټلايټ ټيلېفونه او يو جي پي اېس هم ترلاسه شوي دي.

وکيل وايي چې له يادو کسانو يو لېست هم ترلاسه شوى چې د ځينو افغان لوړپوړو چارواکو نومونه هم په کې دي.

ده وويل: ((دغه معلومات ما ته قومي مشرانو له طالبانو سره تر ناستې وروسته راکړي دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، پاکستاني چارواکو د يادو کسانو د خلاصون په موخه له طالب چارواکو سره نېغ په نېغه اړيکې نيولې دي.

دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته وويل چې برمته شوي کسان تر اوسه روغ او جوړ دي.

ده وويل: ((د دې لپاره چې افغان حکومت د دغو کسانو د خلاصون په موخه کوم عمليات ترسره نه کړي طالبانو دغه کسان په بېلابېلو سيمو کې ساتلي دي، دوه يې له ملا شېرين سره دي، دوه يې له ملا ولي سره دي او دوه نور په بله سيمه کې ساتل کېږي.))

ده هم وويل چې پاکستاني چارواکو د يادو کسانو د خلاصون په موخه په لوګر کې د طالبانو له مشرانو سره اړيکې نيولې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.