ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو خپل دوه غړي د خيانت په تور وژلي

طالبانو خپل دوه غړي د خيانت په تور وژلي

author avatar
6 Aug 2016 - 13:41
طالبانو خپل دوه غړي د خيانت په تور وژلي
author avatar
6 Aug 2016 - 13:41

کلات  (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥):  وسله والو طالبانو خپل دوه غړي په زابل ولايت کې د خيانت په تور وژلي او جسدونه يې د کابل- کندهار پر لويه لاره اچولي وو.

د زابل د شهر صفا ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد دراني د زمري په ١٦مه پژواک اژانس ته  وويل چې د دغو دوو کسانو جسدونه نن سهار د کابل- کندهار لويې لارې ته څېرمه د بريام مانده په سيمه کې موندل شوي دي.

هغه زياته کړه، د يادې سيمې اوسېدونکو ورته معلومات ورکړل چې هلته دوه جسدونه پراته دي، وروسته امنيتي ځواکونو ياد جسدونه د ولسوالۍ مرکز ته ولېږدول.

د ولسوال په خبره، د وژل شوو کسانو لاسونه او پښې شا ته تړل شوي وو او  دواړه د منځني عمر خاوندان دي.

د ده په خبره، له جسدونو سره په لاس ليکل شوي ليکونه هم موندل شوي چې په کې د وسله والو طالبانو له لوري ويل شوي چې ياد کسان د دوى غړي وو،  خو له ډلې سره يې د خيانت په تور وژلي دي.

ولسوال زياتوي چې په ليک کې د وژل شوو کسانو د ټيلېفون شمېرې هم وې چې د امنيتي ځواکونو له لوري يې له کورنيو سره اړيکې نيولې او د ولسوالۍ مرکز ته غوښتل شوي.

درانى وايي، تر پلټنو وروسته به معلومه شي چې ايا ياد کسان په رښتيا هم وسله وال طالبان وو او که د شخصي ستونزو له امله وژل شوي او پر طالبانو تاوان شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.