ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند- کندهار لاره له تېرو څلور ورځو راهيسې بنده ده

د هلمند- کندهار لاره له تېرو څلور ورځو راهيسې بنده ده

author avatar
7 Aug 2016 - 15:19
د هلمند- کندهار لاره له تېرو څلور ورځو راهيسې بنده ده
author avatar
7 Aug 2016 - 15:19

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ زمری ۹۵): د هلمند- کندهار لويه لاره د امنيتي ستونزو له امله له تېرو څلورو ورځو راهيسې تړلې او مسافر يې له سختو ستونزو سره مخ کړى.

له تېرو څو ورځو راهيسې د هلمند مرکز لښکرګاه، ناد علي ولسوالۍ، مارجې او ځينو نورو سيمو کې سختې جګړې روانې دي چې له امله يې دغه لاره هم تړل شوې ده.

د يادې لارې د سپرليو د ٣٠٣ موټر يوه چلوونکي محمد کريم د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې پر لاره د سپرليو موټرو تګ راتګ نه دى کړى.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو په ځينو سيمو کې واړه پلګوټي پر بمونو الوځولي او په ځينو سيمو کې يې ماينونه خښ کړي دي.

د کريم په وينا، د لارې بندېدو له امله هره ورځ سلګونه مسافر خپلو سيمو ته نه شي تللى او له سختو ستونزو سره مخ دي.

دى وايي چې ګڼ مسافر په هوټلونو کې بند پاتې دي او له اقتصادي ستونزو سره هم مخ شوي.

د فيروز په نوم يوه بل موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې تېره ورځ کوچني موټر پر خپل سر په پاخه سړک تللي چې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل او مسافرو ته يې مرګ ژوبله واوړله.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو دوی ته ويلي چې له لښکرګاه څخه د کندهار په لور پر يوه فرعي لاره ولاړ شي چې د دوى تر واک لاندې سيمه ده، خو کوم موټر چې په پاخه سړک ځي دوى پرې بريدونه کوي.

د لښکرګاه د موټرو په اډه کې د قدرت الله په نوم يوه مسافر پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې غواړي چې نيمروز ولايت ته لاړ شي، خو په لاره کې بند پاتې دى.

هغه زياتوي چې د کور لپاره یې سودا هم اخيستې، خو له دوراهۍ څخه تر لښکرګاه پورې لاره نا امنه ده او څوک نه شي تللى.

د ٣٠٣ موټرو د شرکت يوه استازي سيدعلي پژواک اژانس ته وويل چې په لاره کې جنګ دی، طالبانو ورته اخطارونه ورکړي چې پر لاره به سفر نه کوي، پر موټرو ډزې کوي.

نوموړي له دولت او طالبانو غوښتنه وکړه چې د هلمند- کندهار پر لارې د مسافرو پر وړاندې ستونزې حل کړي، څو له يوې خوا دوی وکولی شي، خپل کار ته دوام ورکړي له بلې خوا به د مسافرو او سوداګرو ستونزې هم هوارې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.