ايبک (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): د سمنګان پوليس وايي چې درې کسان يې د لسګونو څارويو او يوه موټر د غلا په تور نيولي دي.
د سمنګان امنيه قوماندانۍ د امنيت امير سمونوال اسلام الدين خُرمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کس د ٣٨ څارويو او دوه نور يې د يوه موټرسايکل په تور د ايبک ښار اړوند ساحو کې نيولي دي.
د امنيت امر د معلوماتو پر بنسټ، محمد اسماعيل د ايبک ښار د رباطک کلي اوسېدونکي د پسته رباک له ځنګل نه ٣٨ وزې غلا کړې وې اوغوښتل يې چې پرون مازديګر يې بغلان ولايت ته د پلور په موخه ولېږدوي چې د سمنګانو د پوليسو له لوري بالفعل ونيول شو.
د سمنګان ولايت دغه امينتي چارواکي همدرانګه وويل چې د عبدالمنان او نور اغا په نومونو دوه نور کسان چې يو موټر سايکل يې له ايبک ښار نه غلا کړى او د ژوندون درې کلي ته يې لېږدولى و، د غلا پرمهال د پوليسو له لوري ونيول شول.
د امنيت امر په خبره، يادو شوو غلو په لومړنيو څېړنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
نوموړي زياته کړه چې د تورنو دوسيې يې د ولايت استيناف څارنوالۍ ته سپارلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن