کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۹۵): د کابل د بګراميو ولسوالۍ په حسين خېلو سيمه کې د سړک غاړې د ماين چادونې د ملي اردو يو کس وژلی او درې نور یې ټيپان کړي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه او مرګ ژوبله نن سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوه.
هغه وايي چې یاده چادونه د ملي دفاع وزارت د نظامي اکاډمۍ پر منسوبينو شوې ده.
د ده په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن