د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ ځينو اوسېدونکو د دوستم په اړه د بشري حقونو سازمان راپور ناسم وباله

د بلخ ځينو اوسېدونکو د دوستم په اړه د بشري حقونو سازمان راپور ناسم وباله

Aug 08, 2016 - 16:41

مزارشريف (پژواک، ۱۸ زمری ۹۵): د بلخ د ولايتي شورا غړو او يو شمېر اوسېدونکو د ولسمشر د لومړي مرستيال په تړاو د بشري حقونو خپور شوى راپور ناسم وباله خو ځينو نورو بيا یاد راپور تاييد کړ.

د بلخ ولايتي شورا په انګړ کې د زمري په ۱۸مه د مدني ټولنو ځينو فعالانو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو د غونډې په ترسره کولو د جنرال دوستم په تړاو د بشري حقونو نړيوال سازمان د خپاره شوي راپور پر وړاندې غبرګون وښود او نوموړی يې د افغانستان له ژغورونکو مشرانو څخه يو وګاڼه.

د بشري حقونو نړيوال سازمان په دې وروستيو کې د ولسمشر لومړی مرستيال او د جنبش ګوند رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم د شمال په فارياب ولايت کې د شوو وروستيو نظامي عملياتو په ترڅ کې د بشر د حقوقو پر نقض تورن کړی دی.

د بلخ ولايت مدني فعال سيد محمد يزدان پرست په نننۍ غونډه کې د بشري حقوقو نړيوال سازمان د ځينو افغان سياسي مشرانو پر شخصيت وژنه تورن کړ.

نوموړي زياته کړه چې دغه سازمان څه موده وړاندې د بلخ پر سرپرست والي عطامحمد نور هم ورته تور پورې کړی و او اوس يې د شمال زون په بل سياسي مشر جنرال دوستم بې ځايه تور پورې کړی دی.

هغه وايي، که چېرې د بشري حقوقو نړيوال سازمان رښتيا هم په افغانستان کې د بشري حقونو پر ناقضينو خبره کوي؛ نو لومړی بايد د پاکستان ISIinfo-icon اداره تر پوښتنې لاندې راولي چې له تېرو څو کلونو يې په افغانستان کې د عامو خلکو پر وژنه لاس پورې کړی دی.

په بلخ کې د خط نو په نوم د مدني ټولنې مسوول قادر مصباح د جنرال دوستم په تړاو د بشري حقونو د خپاره شوي راپور پر وړاندې افغان حکومت ګرم وباله.

نوموړي زياته کړه چې حکومت بايد د خپلو سياسي جوړښتونو د خوندي توب لپاره د افغانستان د ولسمشر پر لومړي مرستيال د لګېدلو تورنو په اړه پوښتنه وکړي.

د ولايتي شورا غړي محمد ابراهيم خير اندېش جنرال دوستم د افغانستان يو ژغورونکی مشر وګاڼه.

نوموړي زياته کړه چې جنرال دوستم د تاريخ په اوږدو کې بار بار افغانستان له طالبانو، داعش او دې ورته نورو خطرونو څخه ژغورلی دی.

هغه د بشري حقوقو خپور شوی راپور رد کړ او په شمال کې يې د جنرال دوستم کړنې د حکومت د نظامي چارو يوه برخه وګڼله.

خو د بلخ د ولايتي شورا غړی ذبيح الله کاکړ بيا وايي چې په دې وروستيو کې د نظامي عملياتو په ترڅ کې جنبش ګوند پورې تړاو لرونکو وسله والو پر عامو خلکو بريدونه کړی دی.

نوموړي له همدې زاويې د جنرال دوستم په تړاو د بشر د حقوقو له خوا د خپاره شوي راپور پخلی وکړ.

کاکړ وويل چې په دې وروستيو کې د جنرال دوستم په مشرۍ د شوو عملياتو په ترڅ کې د جنبش ګوند ځينو نامسوولو وسله والو پر عامو خلکو ظلمونه کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې په شمال کې بايد سياسي مشران د بشري حقوقو له نقض څخه لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د افغانستان  ملي اسلامي جنبش ګوند د بشري حقونو نړيوال سازمان لګول شوي تورونه رد کړل، خو ويلي يې دي چې د بې پرې څېړنو هر کلى کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan