جلال اباد(پژواک،١٨زمرى٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د خراسان لپاره د داعش وسله والو مشر حافظ سعيد له ٣٠ نورو وسله والو سره يوځاى وژل شوى دى.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزير نن د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې خبريالانو ته وويل چې د داعش وسله والو مشر حافظ سعيد وژل شوى دى.
ده وويل چې څه موده وړاندې افغان ځواکونو په اچين ولسوالۍ کې د قهر سيلاب په نوم عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې حافظ سعيد له خپلو ديرشو نورو ملګرو سره و وژل شو.
حافظ سعيد د ډيورند کرښې هاخوا د اورکزۍ ايجنسې اصلي اوسېدونکى و، چې پخوا يې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړيتوب درلود، خو کله چې داعش وسله والو په افغانستان کې فعاليت پيل کړ، نوموړى هم ورسره يوځاى شو.
حافظ سعيد د خراسان لپاره د داعش وسله والو مشر ټاکل شوى و .
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې هم د حافظ سعيد د مرګ خبرونه خپاره شوي وو خو وروسته بيا ناسم ثابت شول.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن