ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نشه يي توکو درې قاچاقچیان نيول شوي

د نشه يي توکو درې قاچاقچیان نيول شوي

author avatar
8 Aug 2016 - 14:19
د نشه يي توکو درې قاچاقچیان نيول شوي
author avatar
8 Aug 2016 - 14:19

زرنج (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): د نيمروز امنيتي چارواکو د نشه يي توکو پر قاچاق دري تورن کسان  په زرنج ښار کې له پوليسو سره له نښتې وروسته نيولي دي.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان تېره ورځ د پوليسو له يوه کمين سره د مخامخ کېدو پر مهال ونيول شول.

هغه زياته کړه چې پوليسو ياد دري کسان چې د نشه يي توکو پر قاچاق تورن دي، په داسې حال کې نيولي چې يو يې د نيولو پر مهال ژوبل شوى دى.

عزيزي د يادو کسانو هويت په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه چې له دوى څخه دوه کلاشينکوف، يوه پيکا، يو راکټ توغوونکى، يوه مخابره او يو لانډکروزر موټر ترلاسه شوي دي.

يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې د دغو دريو کسانو له ډلې نشه يي توکي نه دي ترلاسه شوي؛ ځکه دغه کسانو د پوليسو له ورسېدو وړاندې نشه يي توکي په يوه ناڅرګند ځاى کې پټ کړي وو.

خو د نيمروز امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمو سره د مبارزې مدير وويل چې له يادو کسانو څېړنې روانې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.