ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز ځوانانو کډوالۍ او نشو ته مخه کړې

د نیمروز ځوانانو کډوالۍ او نشو ته مخه کړې

author avatar
8 Aug 2016 - 09:04
د نیمروز ځوانانو کډوالۍ او نشو ته مخه کړې
author avatar
8 Aug 2016 - 09:04

زرنج (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): د نيمروز ځینو ځوانانو په تېرو ١٤ کلونو کې حکومت ځوانانو ته پر نه پاملرنې تورن کړ او وايي، په دغه ولايت کې د بې روزګارۍ له امله ډېرى ځوانان هېواد پرېږدي او يا هم پر نشه يي توکو روږدي کېږي.

دغه ځوانان وايي، دا چې نيمروز د هېواد له لرو پرتو ولايتونو شمېرل کېږي نو حکومت هم دغه ولايت ته ډېره کمه پاملرنه کړې ده.

د نيمروز يوه مدني فعال امان الله بارک پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولتي پوهنتونونو په ګډون د لوړو زده کړو مرکزونو د نشتون، بې روزګاري او په نشه يي توکو روږدېدا هغه ننګونې دي چې د نيمروز ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

هغه زياته کړه: "هغه ځوانان چې د کار په موخه له هېواده وتلي دي، د رواني او کار فشار او دغه راز د نا اهله ملګرو له امله پر نشه يي توکو روږدي کېږي او له هغه وروسته بېرته افغانستان ته رالېږل کېږي."

د شمس الله په نوم يو ځوان چې د بې روزګارۍ له امله يې ايران ته د تلو هوډ کړى، وويل: "په هېواد کې موږ ته د کار زمينه مساعده نه ده او دولت هم د درواغو ژمنو په ورکولو سره موږ ته د کار زمينه مساعده نه کړه، مجبور يم چې د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره له هېواده بهر لاړ شم."

خو د زرنج ښار اوسېدونکي دغه راز وويل چې نيمروز په پلازمېنې لرې پروت دى؛ له همدې امله حکومت دغه ولايت ته ډېره کمه پاملرنه کړې او پراختيايي پروژې هم پکې ډېرې کمې عملي شوې دي.

نوموړي هم له حکومت غوښتنه وکړه چې بايد پر خپلو ژمنو عمل وکړي او په دغه ولايت کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

ورته مهال د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو مدير حميدالله بلوچ د هغو ځوانانو لپاره د تحصيلي فرصتونو نشتون چې له ښوونځيو څخه فارغ شوي؛ د دغه ولايت د ځوانانو په وړاندې له اساسي ننګونو وبلل.

هغه وويل چې د دغه ولايت ډېرى شمېر ځوانان د پوهنتون د نه شتون له امله خپلو لوړو زده کړو ته دوام نه شي ورکولى.

نوموړي هم ومنله چې افغان حکومت د نيمروز ځوانانو لپاره کوم بنسټيز کار نه دى کړى او ورته مهال يې وويل چې که چېرې دغه قشر ته جدي پاملرنه ونشي نو په دغه ولايت کې به د بې روزګارۍ او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر لاپسې زيات شي.

نيمروز د نشه يي توکو د ترانزيټ پر لارې پروت ولايت دى چې له همدې امله په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر دى.

بلخوا د نيمروز د عامې روغتيا مشر نوراحمد شېرزاد وويل چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو له لسو زرو زيات روږدي کسان موجود دي، چې ٧٥ سلنه يې هغه ځوانان تشکيلوي چې د کار په موخه ايران ته تللي او له هغه ځايه بيرته راستانه کړل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.