ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى

د کندوز امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى

author avatar
8 Aug 2016 - 15:08
د کندوز امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى
author avatar
8 Aug 2016 - 15:08

کندوز (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): د کندوز ولايتي شورا د دغه ولايت د ځينو ولسواليو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او وايي چې قلعۀ زال ولسوالۍ له دريو اونيو راهیسې د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده؛ خو حکومت يې د بېرته نيولو هڅه نه ده کړې.

د کندوز ولايتي شورا  غړي غلام رباني پژواک خبري اژانس ته وويل چې قلعۀ زال ولسوالۍ د طالبانو په واک کې ده او اوسېدونکي يې هم په بد وضعيت کې ژوند کوي؛ خو امنيتي ځواکونو د يادې ولسوالۍ د بيا نيولو په تړاو جدي ګام نه دى اخيستى.

رباني زياته کړه، شاوخوا درې اوونۍ کېږي چې د دولت وسله وال مخالفين د قلعۀ زال ولسوالۍ ټولې سيمې لاندې کړې دي، ان چې د امنيتي ځواکونو مړي لا هم د جګړې په سیمه کې پراته دي، خلک په خورا ناوړه وضعيت کې دي، جګړه روانه ده؛ خو دولت پرمختګ نه دى کړى.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو زياته کړه چې د هرې ورځې په تېريدو کندوز کې سيمې د حکومت له  کنټرول څخه ووځي.

د کندوز ياد سيمه ييز چارواکي، له حکومت څخه غوښتنه وکړه  چې د له لاسه وتلو سيمو بېرته نيولو لپاره دې  پراخ عمليات وکړي.

د کندوز ولايتي شورا بل غړي امرالدين ولي  هم د دغه ولايت روان وضعيت د اندېښنې وړ وباله او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د کندوز امنيت خوندي توب په اړه خپلې کړې ژمنې ترسره کړي."

ولي وويل: "د ملي يووالي حکومت مشرانو او لوړپوړو چارواکو د امنيت ټينګښت لپاره، کندوز له خلکو سره د عملياتو ترسره کولو ژمنه کړې وه؛ خو يوه ژمنه يې هم عملي نه کړه."

نوموړي حکومت په بې پروايۍ تورن کړ او ويې ويل چې د قلعه زال ولسوالۍ له تېرو ٢٠ ورځو راهيسې د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده او حکومت په دې اړه غلى دى.

خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال قلعه زال ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

جنګل باغ زياته کړه: "تېره اوونۍ لوړ پوړي چارواکي کندوز ته راغلل او له موږ سره يې ژمنه وکړه چې ډېر ژر  به کندوز کې ستر عمومي عمليات پیل کړي؛ خو تر اوسه عمليات نه دي پيل شوي او دا مهال د قلعه زال ولسوالۍ ودانۍ کې نه دولت او نه هم طالبان شتون لري، طالبانو ټوله ولسوالۍ کې ماينونه خښ کړي دي."

نوموړي ټينګار وکړ چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي څو د قلعۀ زال ولسوالۍ ډېر ژر د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو ډله ادعا کوي چې د کندوز قلعۀ زال ولسوالۍ د هغوى کسانو په لاس کې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.