د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې د ماین چاودنې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

غزني کې د ماین چاودنې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

Aug 08, 2016 - 11:13

غزني (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ګيلان ولسوالۍ په بختيار کلي کې د ماين چاودنه شوې ده.

د امرخېل په وينا، دغه چاودنه پر يوه زرنج موټرسایکل شوې چې په ترڅ کې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې دوه ماشومان، درې مېرمنې او يو سړى شامل دي.

قوماندان وايي چې دغه ماين وسله والو طالبانو ځاى پر ځاى کړى و چې عام خلک يې ښکار شول.

دغه راز د ګيلان ولسوالۍ د جنډې کلي اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې نن سهار په بختيار کلي کې د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې د چاودنې د جزئياتو په اړه معلومات نه لري خو د بختيار کلى د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دی.

هغه زياته کړه: ((کله نا کله امنيتي ځواکونه بختيار کلي ته ورځي خو نور هلته طالبان سم فعاليت کوي او سيمه له طالبانو سره ده.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله د څلورو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي ټپيان شوي وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan