ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټرعبدالله: د بروکسل په ناسته کې به له ځانګړو پروګرامونو سره ګډون وکړو

ډاکټرعبدالله: د بروکسل په ناسته کې به له ځانګړو پروګرامونو سره ګډون وکړو

author avatar
8 Aug 2016 - 15:41
ډاکټرعبدالله: د بروکسل په ناسته کې به له ځانګړو پروګرامونو سره ګډون وکړو
author avatar
8 Aug 2016 - 15:41

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بروکسل ناستې ته د حکومت د چمتووالي خبر ورکوي او وايي، له نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت د کړو ژمنو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.

هغه چې نن يې د وزيرانو شورا ناستې ته خبرې کولې، وويل چې د حکومت په کړنو کې روڼتيا او حساب ورکونه، د قانون حاکميت پياوړتيا او ښه حکومتوالي، له اداري فساد سره مباره، د دولتي بنسټونو پياوړتيا او ظرفيت لوړول، له نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنې دي.

ډاکټرعبدالله وويل چې بېوزلي، کارموندنه، د ښځو د رول پياوړي کول، د بشري حقونو مسايل او ټاکنې، له نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت  له نورو ژمنو عبارت دي چې په يادو ټولو برخو کې پرمختګونه شوي دي.

د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر زياته کړه چې افغان حکومت په بروکسل ناسته کې د ګډون بشپړ چمتووالى لري او د افغانستان د ژمنو د عملي کېدو لپاره د ولسمشر تر مشرۍ لاندې پرله پسې ناستې کېږي.

هغه وويل: ((چمتووالى يواځې د کاغذ پرمخ نه دى، بلکې موږ پر ټولو هغو ژمنو عمل کوو چې له نړيوالې ټولنې سره مو په بېلابېلو برخو کې کړې دي.))

ټاکل شوې چې د ناټو او افغانستان د تمويل کوونکو هېوادونو ناسته، د اکتوبر په ٥مه د بلجيم په بروکسل ښار کې جوړه شي، په دې ناسته کې له افغانستان سره د مالي مرستو  پر څرنګوالي بحث کېږي.

عبدالله وايي چې افغانستان په دې ناسته کې له ځانګرو پروګرامونو سره برخه اخلي، څو وکولى شي چې د مرستندويه هېوادونو پاملرنه ځانته جلب کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.