ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش ته يوې نږدې سرچينې د حافظ سعيد وژنه تاييد کړه

داعش ته يوې نږدې سرچينې د حافظ سعيد وژنه تاييد کړه

author avatar
9 Aug 2016 - 14:06
داعش ته يوې نږدې سرچينې د حافظ سعيد وژنه تاييد کړه
author avatar
9 Aug 2016 - 14:06

جلال اباد (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): داعش ته يوې نږدې سرچينې د دې ډلې د خراسان د مشر حافظ سعيد خان وژنه تاييد کړه.

پرون په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزيري چې له يو شمېر نورو پوځي مشرانو سره د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ ته سفر کړى و، په سيمه کې يې خبريالانو ته د داعش د خراسان د مشر  حافظ سعيد خان دوژل کېدو خبر ورکړ.

خو نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي دي.

بلخوا داعش ته يوې نږدې سرچينې د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د يادې ډلې د خراسان مشر حافظ سعيد خان په بې پيلوټه بريد کې وژل شوى دى.

د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، حافظ سعيد خان پنځه ورځې مخکې د اچين ولسوالۍ د مامند او پېښې سيمو تر منځ ساحه کې د امريکايي ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې له منځه وړل شوى دى.

خو داعش ته نږدې سرچينې وويل چې حافظ په هدفي بريد کې نه دى وژل شوى، بلکې په تصادفي بريد کې په نښه شوى دى.

سرچينه وايي چې اوسمهال د شيخ عبدالحسيب لوګري په نامه يو د داعش ډلې موقتي مشري په غاړه اخيستې او کله چې دوى نوى مشر وټاکلو، نو په رسمي توګه به د حافظ سعيد خان د وژل کېدو اعلان وکړي.

د يادونې وړده، چې تېره مياشت د داعش يو بل مهم مشر خليفه خالد چې د پېښور ښوونځي په بريد کې تورن و، هم په ننګرهار کې د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوى و.

افغان چارواکو په ننګرهار کې د داعش د يو بل مشر سعد اماراتي د وژل کېدو خبر هم ورکړى و، چې داعش ته نږدې سرچينې وايي، چې سعد امارتي نه دى وژل شوى.

د داعش د خراسان سيمې وژل شوى مشر حافظ سعيد خان په ١٩٧٢ زېږديز کال د قبايلي سيمې اورکزو ايجنسۍ کې زېږېدلى و.

د ويکي پيډيا د معلوماتو له مخې،  هغه پر امريکايي د ستمبر د ١١مې تر بريدونو وروسته افغانستان ته راغى او تر دوو کلونو پورې د افغان طالبانو سره و.

وروسته هغه بېرته پاکستان ته ولاړو په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې  د تحريک طالبان پاکستان سره يو ځاى شو، د مرکزي شورا غړى او د اورکزى د مشر په توګه وټاکل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.