ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ځینې دولتي ادارې او اشخاص د برېښنا شرکت یو میلیارد افغانۍ پوروړي دي

author avatar
9 Aug 2016 - 17:22
author avatar
9 Aug 2016 - 17:22

جلال اباد (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د ننګرهار د برېښنا رييس وايي چې يو شمېر دولتي ادارې او اشخاص د دغه شرکت يو ميليارد افغانۍ پوروړي دي او که په يو مياشت کې يې پيسې ورنه کړي؛ نو برېښنا به پرې بنده کړي .

په ننګرهار کې د برېښنا شرکت رييس وحيدالله پوپلزي د زمري په ١٩مه يوې خبري غونډې ته وويل چې جلال اباد ښار د برېښنا د وېش او پارچاوۍ د مخنيوي په موخه يې منظم پلان جوړ کړی.

هغه زياته کړه چې ننګرهار ته له نغلو ٢٥ ميګاواټه برېښنا رالېږدول شوې؛ خو د برېښنا شرکت د خلکو غوښتنې پر اساس د پنځوس ميګاواټه برېښنا شبکه جوړه کړې چې له همدې امله په بېلابېلو سيمو کې په نوبتي ډول برېښنا پارچاوېږي.

برېښنا رييس وويل، په نغلو کې يې د ۶۰ ميګاواټه ظرفيت لرونکی سويچ نصب کړی او همدا راز د درېيم شل ميګاواټه ترانسفرمر د نصبېدلو چارې روانې دي.

د نوموړي په وينا، د دغه سب سټېشن په جوړېدو سره به اتلس ميګاواټه برېښنا زياته شي.

پوپلزى وايي، له نغلو څخه د پاتې برېښنا تر لېږدولو پورې د پارچاوۍ د مخنيوي په موخه يې د نوو ميترونو د وېش لړۍ بنده کړې ده.

د برېښنا رييس وايي، د ننګرهار يو شمېر دولتي ادارې او ځيني نور اشخاص د برېښنا له درکه يو ميليارد افغانۍ پوړوړي دي، که په يو مياشت کې پيسې ورنه کړي؛ نو برېښنا به پرې بنده کړي .

ياد سرچينه د کومې ادارې او يا کسان نوم وانه خيست.

ده زياته کړه، په هغو فابريکو کې چې له برېښنا څخه ناقانونه ګټه اخيستل کېږي، برېښنا پرې کوي او ترانسفرمر به يې برېښنا رياست ته ولېږدوي.

دغه راز پوپلزي پر ښاريانو غږ وکړ چې له برېښنا بېځايه ګټه پورته نه کړي او ډاډ يې ورکړ، که د برېښنا رياست هر مامور په فساد کې ښکېل ثابت شي؛ نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.