ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ناوه کې جګړو زور اخیستی

د هلمند په ناوه کې جګړو زور اخیستی

author avatar
9 Aug 2016 - 13:20
د هلمند په ناوه کې جګړو زور اخیستی
author avatar
9 Aug 2016 - 13:20

لښکرګاه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د هلمند د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر ټولو پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي او جدي مرستو ته اړتيا لري.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمنوال احمدشاه سالم د زمري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوه ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

هغه وايي چې له تېرې شپې راهيسې طالبانو په ټولو پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي او له ټولو پوستو سره يې اړيکې پرې دي.

د سالم په وينا، طالبانو ته له نادعلي ولسوالۍ مرستې ورسېدې خو دوى ته تر اوسه مرستندوی ځواکونه نه دي رسېدلي.

د همدې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د عينک او لوى کلي د ماموريتونو تر څنګ ډېرې نورې سيمې هم نيولې دي.

هغه وايي چې پوليس وسلې، مرمۍ او نور تجهيزات نه لري چې په سمه توګه له دې ولسوالۍ دفاع وکړي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقا نور کينتوز هم وايي چې په ناوې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

خو هغه وايي چې ډېر ژر به مرستندوی ځواکونه ناوې ولسوالۍ ته ورسېږي او دغه ولسوالۍ به د مخالفينو له شتون څخه پاکه کړي.

دغه راز د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم خان اتل وايي چې په دغه ولايت امنيتي حالات ډېر ترينګلي شوي دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ سرتېري مورال لري خو تجهيزات او وسلې نه لري نو څنګه جګړه وکړي؟ په دې برخه کې چارواکي مسووليت لري.))

اتل وويل که د هلمند د امنيت ټينګښت ته جدي پاملرنه ونه شي دغه ولايت به له سختو ستونزو سره مخ شي.

ده پر نړيوالو ځواکونو غږ وکړ چې په هلمند کې د امنيت د ټينګښت په موخه مخالفينو وسله والو باندې هوايي بمبار نور هم ډېر کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.