ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د غړي عبدالستار خواصي پر کور وسله وال بريد شوى

د ولسي جرګې د غړي عبدالستار خواصي پر کور وسله وال بريد شوى

author avatar
9 Aug 2016 - 11:24
د ولسي جرګې د غړي عبدالستار خواصي پر کور وسله وال بريد شوى
author avatar
9 Aug 2016 - 11:24

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۵): امنيتي چارواکي وايي چې په ولسي جرګې کې د پروان د خلکو د استازي عبدالستار خواصي پر کور وسله وال بريد شوى، خو مرګ ژوبله او زيان يې نه دي اړولي.

د پروان د شينوارو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حسين شاه مقصودي پژواک خبري اژانس ته وويل چې خواصي تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د مرکز اړوند خپل کلي اشتر شهر ته د تفريح په موخه راغلی و او  تېره شپه شاوخوا اووه نيمې بجې يې پر کور وسله وال بريد شو.

هغه وايي چې دغه بريد د دولت وسله والو مخالفينو کړى دى.

ده زياته کړه چې د خواصي ساتونکو له بريدګرو سره مقاومت کړى او بيا امنيتي ځواکونو هم ور ورسېدل او د شپې تر ۱۲:۳۰ بجو يې له بريدګرو سره جګړه وکړه،  خو چا ته په کې مرګ ژوبله وانه وښته.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزی هم پېښه تاييدوي او زياتوي چې سيمې ته اضافي سرتېري استول شوي  تر څو د ممکنه بل بريد مخه ونيسي.

عبدالستار خواصي هم ياده پېښه تاييده کړه او زياته يې کړه چې ياد بريد د هغو کسانو له لوري شوی چې له بهرنيو وسله والو سره لاس لري.

د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.