ميمنه (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د فارياب چارواکي وايي چې طالبانو په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د برېښنا يوه ستنه د ماين په وسيله ويجاړه کړې چې له امله يې د ميمنې ښار او څلورو ولسواليو برېښنا پرې شوې ده.
په فارياب ولايت کې د برېښنا شرکت مشر سيد عبدالحميد، د سې شنبې په ورځ (د زمري ١٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د شيرين تګاب په کوه صياد سيمه کې د برېښنا يوه ستنه په ماين ويجاړه کړې ده.
هغه زياته کړه چې د برېښنا ستنې د ويجاړېدو له امله پر ميمنه ښار سربېره، د دولت اباد، شيرين تګاب او خواجه سبزپوښ سيمې برېښنا هم پرې شوې ده.
د برېښنا رييس زياته کړه چې طالبانو څه موده وړاندې په همدې سيمه کې د برېښنا دوو پايو ته ماينونه اېښي وو، خو ويجاړ نه شول.
هغه زياته کړه چې ويجاړه شوې ستنه د باغونو په منځ کې ده هلته د نوې ستنې ور وړل او لګول ستونزمن دي، خو بيا هم د برېښنا شرکت پرسونل هڅه کوي چې د خلکو لپاره تر ماښام پوري برېښنا ونښلوي.
د شېرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وويل چې د برېښنا ستنه په استانه بابا سيمه کې د طالب قوماندان ملا اسدالله اړوندو کسانو ويجاړه کړې ده.
وسله والو طالبانو په داسې حال کې په شيرين تګاب ولسوالۍ کې يې د برېښنا پايه د چاودنې په وسيله ويجاړه کړې چې د هغوى وياند قاري يوسف احمدي پخوا ويلي وو د اسلامي امارت مشرانو خپلو کسانو ته امر کړى چې د عامه ګټو تاسيسات لکه سړک، ښوونځي او برېښنا دې نه په نښه کوي.
د شېرين تګاب ولسوال د طالبانو دغه عمل د مشر او تحريک د امر خلاف بولي.
وسله الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نظر نه دى څرګند کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن