ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: داعش ډله په افغانستان کې له زوره لوېدلې

ناټو: داعش ډله په افغانستان کې له زوره لوېدلې

author avatar
9 Aug 2016 - 15:29
ناټو: داعش ډله په افغانستان کې له زوره لوېدلې
author avatar
9 Aug 2016 - 15:29

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند بريد جنرال چارلېس کليويلنډ وايي چې داعش اوس د خپلو فعاليتونو د پراخولو پر ځاى د ځان ساتلو په هڅو کې دى.

دغه امريکايي جنرال دا څرګندونې په کابل کې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې د داعش فعاليتونه په ننګرهار ولايت کې زيات دي او ډېرى يې د ډيورنډ د پولې د پورې غاړې اوسېدونکي دي.

خو جنرال چارلېس وايي چې د داعش د وسله والو شمېر او فعاليتونه اوس کم شوي دي، هغه اوس د خپلو فعالیتونو د پراخولو پر ځاى د ځان ساتلو په هڅه کې دي.

د ناټو دغه پوځي چارواکي وويل چې په ننګرهار کې تر ځپل کېدو وروسته اوس د داعش ځيني غړي هڅه کوي چې کونړ ولايت ته ځانونه ورسوي.

نوموړي زياته کړه په کونړ کې د داعش غړي لږ دي، يواځې تر تبليغه پورې محدود دي او د فعاليتونو ترسره کولو توان نه لري.

د جنرال چارلېس په وينا، د نظامي ستراتيژۍ له مخې، لومړى د ننګرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسواليو کې عمليات وشول او وروسته به دا لړۍ اچين ته غځول کېږي، څو د ننګرهار ټوله سيمه له داعش پاکه شي.

نوموړي وويل چې داعش ‌ډله په ننګرهار کې ډېره کمزورې شوې ده.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ نه پوهېږو چې داعش له کومه مرسته ترلاسه کوي، خو د دوى ډېرى غړي د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د ازبکستان اسلامي تحريک (اى اېم يو) پخواني غړي دي.))

د ناټو او امريکايي ځواکونو دغه جنرال وايي، چې ټي ټي پي له پخوا څخه وسلې او مالي سرچينې لرلې او له خلکو هم پيسې راټولوي.

نوموړي وويل چې په لومړي سر کې د داعش شمېر شاوخوا تر درې زره پورې و، خو اوس يو نيم زرو ته راټيټ شوی دی.

جنرال چارلېس کليويلنډ د ننګرهار خلکو ته په خپل پيغام کې وويل چې افغان ملي امنيتي ځواکونه په مېړانې سره د داعش پر ضد يرغليز عمليات ترسره کوي، امريکايي ځواکونه يې مرسته او ملاتړ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.