ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

author avatar
9 Aug 2016 - 19:19
کابل کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
author avatar
9 Aug 2016 - 19:19

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د ملي امنيت عمومي رياست، هغه دوه کسان نيولي چې شا وخوا يوه مياشت وړاندې يې يو ١٣ کلن ماشوم تښتولى و.

د ياد رياست له لوري نن (د زمري ١٩ مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد دوه کسان د ملي امنيت د موظفينو عملياتو په ترڅ کې د کابل ښار په شپږمه ناحيه کې له پېژندلو وروسته نيولي دي.

د سرچينې په وينا، يادو دوه کسانو شا وخوا يوه مياشت وړاندې د کابل ښار د دشت برچي له اتفاق ښارګوټي څخه يو ديارلس کلن ماشوم تښتولى و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوو کسانو د ياد ماشوم د ازادولو په شرط د هغه له کورنۍ څخه د شپږ سوه زروافغانيو غوښتنه کړې وه، چې انسان تښتوونکي له نېکه مرغه د يادو پيسو له ورکړې وړاندې ونيول شول او نيول شوى ماشوم هم د هغوى له لاسونو وژغورل شو.

په خبرپاڼه کې د يادو کسانو نومونه علي ياور او علي احمد چې د کابل ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکي دي، ذکر شوي خو د هغوى د نيولو وخت ته اشاره نه ده شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.