ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان والي:  پر دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو بريد په شاتمبول شوى

د بغلان والي: پر دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو بريد په شاتمبول شوى

author avatar
10 Aug 2016 - 18:53
د بغلان والي:  پر دهنه غوري ولسوالۍ د طالبانو بريد په شاتمبول شوى
author avatar
10 Aug 2016 - 18:53

پلخمري(پژواک،٢٠ زمرى ٩٥): د بغلان والي وايي چې پر دهنه غوري ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو بريد يې په شاتمبولى؛ خو طالبان په دې ولسوالۍ کې د پنځو پوځي اډو د نيولو ادعا کوي.

د بغلان والي عبدالستار بارز پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو مخالفينو له بېلابېلو خواو څخه پر دهنه غوري ولسوالۍ بريدونه وکړل؛ خو د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ او په شا و تمبول شول.

 د بغلان والي زياته کړه :" کومانډو ځواکونه د مرستې لپاره دې ولسوالۍ ته راغلي او د ولسوالۍ شاوخوا سيمو کې پلي شوي دي؛ خو د ولسوالۍ شاوخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه روانه ده."

د نوموړي په وينا، وسله والو مخالفينو ددې ترڅنګ چې بريدونو کې يې کومه لاسته راوړنه نه درلوده، زياته مرګ ژوبله هم وراوښتې ده.

د بغلان ياد لوړپوړي چارواکي  د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې کره شمېرې په اړه جزييات ور نه کړل.

 خو د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې طالبانو د امنيتي ځواکونو څو اډې نيولي ؛ خو ولسوالۍ ته د ننه شوي نه دي.

د بغلان يو قومي مشر حاجي خيال جان وويل :"  په دې نښته کې طالبانو او عامو وګړو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده او خلک په خپلو کورونو کې ګير پاتې دي؛ د امنيت تر خوندي کېدو پورې خلک له کورونو څخه نه شي وتلي ."

د نوموړي په وينا، کومانډو ځواکونه د نورو امنيتي ځواکونو مرستې لپاره دې ولسوالۍ ته ورسېدلي دي، چې خلک يې راتګ ته ډېر خوښ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د دوى کسانو د هنه غوري ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پنځه اډې نيولې دي، ٢٠ دولتي ځواکونه دوى ته تسليم شوي، ځينو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده او نښته اوسه هم روانه ده.

 نوموړي زياته کړه چې دې نښته کې يو طالب وژل شوى او ٢ نور ټپيان دي.

دهنه غوري ولسوالۍ له پلخمري ښار څخه ٣٠ کيلومتره لرې پرته ده او څه باندې شپږ مياشتې کېږي چې ددې ولسوالۍ نښلونکې لار د طالبانو له لوري تړل شوې دي او خلک سل کيلومتره لرې له کيان او دوشي درې څخه پلخمري ته تګ راتګ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.