ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ډېری ولسوالۍ د عدلي او قضايي ادارو کار کوونکي نه لري

د غزني ډېری ولسوالۍ د عدلي او قضايي ادارو کار کوونکي نه لري

author avatar
10 Aug 2016 - 14:36
د غزني ډېری ولسوالۍ د عدلي او قضايي ادارو کار کوونکي نه لري
author avatar
10 Aug 2016 - 14:36

غزني ښار (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د غزني يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د دغه ولايت په ١٣ ولسواليو کې عدلي او قضايي کارکوونکي نشته او خلک خپلې پرېکړې پر طالبانو کوي.

د غزني په ناور، اجرستان، ګيلان، ناوه، اب بند، ګيرو، اندړ، واغز، بهرام شهيد، ولي محمدشهيد، رشيدان، زنه خان او ده يک ولسواليو کې عدلي او قضايي کارکوونکي نشته دي.

خو په غزني ښار، خواجه عمري، جاغوري، قره باغ، مالستان او مقر ولسواليو کې بيا عدلي او قضايي کارکوونکي شتون لري.

د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز پژواک خبري اژانس ته ومنل چې د دغه ولايت په ١٣ ولسواليو کې عدلي او قضايي کارکوونکي نشته دي.

هغه وايي چې د دې ولسواليو خلک خپلې حقوقي دعوې او پرېکړې ډېرى وخت په قومي مشرانو او يا هم وسله والو طالبانو کوي.

ده له سيمه ييزو چارواکو غوښتنه وکړه چې ټولو ولسواليو ته عدلي او قضايي کارکوونکي واستوي تر څو د خلکو حقوقي ستونزې هوارې کړي.

د غزني د ولايتي شورا بل غړي حسن رضا يوسفي وايي چې د عدلي او قضايي ادارو تر څنګ په ډېرو ولسواليو کې نورې ادارې هم غير فعالې دي.

دى وايي چې عدلي او قضايي کارکوونکو ته لوړ معاشونه هم ورکول کېږي خو بيا هم امنيتي ستونزې پلمه کوي او ولسواليو ته نه ورځي.

ده وويل: ((يو پوليس ته ١٢زره افغانۍ معاش ورکول کېږي، ولسوالۍ ته ځي خو دوى چې لوړ معاشونه هم اخلي ارام په غزني ښار کې ناست دي او ولسوالۍ ته نه ورځي.))

ده هم وويل چې د ولسواليو ډېر خلک خپلې پرېکړې پر طالبانو او يا هم قومي مشرانو کوي.

د غزني د رشیدانو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې د دوى په ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو پرته د هېڅ بلې ادارې کارکوونکي نشته دي.

هغه د حقوقي پريکړو په اړه وويل: ((خلک يا خپلې مسئلې کابل ته وړي، يا يې طالبانو ته وړي چې ورته يې حل کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.