کندوز (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز ولايت د ملي امنيت رييس د وسله والو مخالفينو په يوه کمين کې ټپي شوی دی.
په شمال ختيځ زون کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز د ملي امنيت مشر بريد جنرال محمد جسيم انوري نن سهار له دفتره د هوايي ډګر پر لور روان و چې د کندوز ښار په درې سړکه سيمه کې د وسله والو مخالفينو له بريد سره مخ شو.
د پوليسو دغه چارواکي زياته کړه چې د دولت د وسله والو مخالفينو په دغه کمين کې د کندوز د ملي امنيت رييس د پښو په برخه کې ټپي شوى، خو روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.
يوې بلې امنيتي سرچينې وويل چې جنرال انوري د ټپونو له امله په مزارشريف کې د الماني ځواکونو يوه مرکز ته لېږدول شوى دى.
امنيتي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى رسېدلى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن