کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي، سږ کال نږدې ١٢٩ ټنه نشه يي توکي او د يوه نړيوال او نورو سترو قاچاقبرانو په ګډون ٩١٧ قاچاق وړونکي نيول شوي دي.
دا څرګندونې د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال لوى پاسوال بازمحمد احمدي نن کابل کې خبريالانو ته وکړې.
هغه وايي، نشه يي توکي په هېواد کې د ترهګرۍ، نا امنيو او اداري فساد ستر لامل دي او کورنيو چارو وزارت د خپلو شته امکاناتو ته په پام په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق مخه نيسي.
ده زياته کړه، د روان ١٣٩٥ کال له پيله تر اوسه د ياد معينيت سرتېرو د ټول هېواد په کچه ۸۰ لوی، ۲۳ منځني او ۶۴۶ کوچني عمليات ترسره کړي چې د ۱۲۹ ټنه بېلابېل ډول نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۹۱۷ قاچاق وړونکي نيول شوي دي.
هغه وايي: "له نېکه مرغه سږکال زموږ عمليات بريالي وو، په تېرو دوو مياشتو کې مو حاجي جمعه خان په نوم نړيوال قاچاقبر، د حاجي غلام سخي او ميرولي په نوم د سترو قاچاقبرو په ګډون ۱۴۶ نور ستر قاچاقبران هم نيولي دي."
د احمدي په وينا، جمعه خان چې د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکی دى، د نړيوالې ټولنې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارو په تور نوملړ کې هم شامل و، د روانې مياشتې په ۱۲مه په ننګرهار کې ونيول شو.
له نشه يي توکو سره د مبارزې معين د معلوماتو له مخې، دغه راز په ۹۱۷ نيول شوو کسانو کې څلور بهرنيان شامل دي چې دوه يې پاکستاني، يو يې ايرانی او بل يې د ترکيې هېواد تبعه دي.
دی زياتوي، په يادو نيول شوو کې ۲۷ مېرمنې، دوه پوليس او پنځه د ملي اردو منسوبين هم شامل دي.
احمدي وايي، په تېرو څلورنيمو مياشتو کې يې د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو ۱۵۰۷ کپسولونه چې ۱۶.۵ کيلوګرامه کېږي، بهرنيو هېوادونو ته د لېږد پر مهال چې په خپلو ګېډو کې يې ځای پر ځای کړي وو، له ۲۳ کسانو سره يو ځای نيولي دي.
د ياد معينيت د چارواکو په وينا، په ياده موده کې پوليسو ۱۴۱ موټر، ۱۰۹ ميله وسلې او ۱۱۹ موبايلونه او مخابرې هم له قاچاقبرانو نيولي او په ننګرهار کې يې د هيرويينو د توليد شپږ لابراتوارونه هم له منځه وړي او ۴۲.۱ ټنه بېلابېل نشه يي توکي سوځولي دي.
احمدي وويل، په تېرو ٤،٥ مياشتو کې د ياد معينيت يو پوليس وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي.
نوموړي د سږکال د نشه يي توکو د توليد او کښت په اړه جزئيات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې د جګړو له امله د نشه يي توکو کښت لږ اړول شوى او دغه توکي سږکال د تېر په پرتله ډېر کرل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن