ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: په افغانستان کې د جګړې د شدت لامل مافیا او بهرني استخبارات دي

شنونکي: په افغانستان کې د جګړې د شدت لامل مافیا او بهرني استخبارات دي

author avatar
11 Aug 2016 - 16:50
شنونکي: په افغانستان کې د جګړې د شدت لامل مافیا او بهرني استخبارات دي
author avatar
11 Aug 2016 - 16:50

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د سياسي چارو کارپوهان وايي چې د سولې خبرو د په ټپه درېدو او د سيمې د استخباراتو پرله پسې لاسوهنو له امله د هېواد په ځینو سيمو کې جګړو زور اخيستى دى.

په دې وروستيو کې په بدخشان، هرات، جوزجان، فارياب، بغلان، هلمند، ننګرهار، لغمان او پکتيا ولايتونو کې جګړو زور اخيستى دى او هره ورځ له دواړو خواوو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

دا جګړې په داسې حال کې زور اخلي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د هېواد په سياسي او امنيتي حالاتو کې د ډېرو بدلونونو رامنځته کېدو امکان شته دى.

دوه مياشتې وروسته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې له افغانستان سره د مالي مرستو په موخه د اروپايي اتحاديې په همکارۍ د نړيوالې ټولنې يو کنفرانس جوړېږي.

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې په دغه کنفرانس کې له ځانه ښه وړتيا وښيي، په امنيتي او سياسي برخو کې خپلې لاسته راوړنې نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

خو د افغانستان سياسي او وسله وال مخالفين هڅه کوي چې تر بروکسل کنفرانس مخکې داسې حالات رامنځته کړي چې د بروکسل په کنفرانس کې د افغانستان دريځ کمزورى کړي.

بل پلو د روان لمريز کال د تلې په مياشت کې د افغانستان د ملي يووالي حکومت دوه کاله پوره کېږي، د ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله د هوکړې له مخې بايد په دوو کلونو کې په قانون کې د تعديل په موخه لويه جرګه را وغوښتل شي خو حکومت دې لوري ته تر اوسه کوم څه نه دي کړي.

اټکل کېږي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د حکومت سياسي مخالفين پر لاريونونو او مظاهرو لاس پورې کړي او د بروکسل تر کنفرانس پورې حکومت ته ستونزې پيدا کړي.

د سياسي چارو کارپوه جاوېد غفور وايي چې دا موسمي جنګ دى او هر کال په دې مياشتو کې جګړې زور اخلي.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د ملي يووالي حکومت خپلمنځي اختلافات د دې لامل شول تر څو د افغان ځواکونو په ليکو کې مديريتي ستونزې رابرسېره شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.