ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي اردو په ننګرهار کې د داعش د ٣٢ وسله والو د وژلو ادعا کوي

ملي اردو په ننګرهار کې د داعش د ٣٢ وسله والو د وژلو ادعا کوي

author avatar
11 Aug 2016 - 13:26
ملي اردو په ننګرهار کې د داعش د ٣٢ وسله والو د وژلو ادعا کوي
author avatar
11 Aug 2016 - 13:26

جلال اباد (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): په ختيځ کې د سېلاب قول اردو چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د قهر سېلاب عملياتو پر مهال ٥٨ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له سېلاب قول اردو د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يو شمېر داعش وسله والو مړي، له وسلو او مهماتو سره په سيمه کې پاتې دي.

سرچينې زياته کړې چې د یادو عملياتو پر مهال چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي، له هوايي او توپچي څخه ګټه اخيستل شوې، چې په ترڅ کې يې ٣٢ وسله وال وژل شوي او ٢٦ نور ټپیان دي.

سېلاب قول اردو وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د اچين ولسوالۍ ګڼې سيمې هم له داعش وسله والو پاکې شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

په خبرپاڼه کې راغلي، د قهر عمليات د وسله والو ځواکونو د اعلى سر قوماندان ولسمشر غني له هدايت سره پيل شوي او تر هغې به دوام ومومي چې ختيځ زون له داعش وسله والې ډلې پاک شوى نه وي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند وايي چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

هغه پژواک ته وويل چې دا پېښه د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

 د والي وياند دغه راز وويل چې پوليسو د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ثمرخېلو په سيمه کې له يوه کرولا موټر څخه ٣٤ کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.