د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شنونکي: په افغانستان کې د جګړې د شدت لامل مافیا او بهرني استخبارات دي

شنونکي: په افغانستان کې د جګړې د شدت لامل مافیا او بهرني استخبارات دي

Aug 11, 2016 - 16:50

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د سياسي چارو کارپوهان وايي چې د سولې خبرو د په ټپه درېدو او د سيمې د استخباراتو پرله پسې لاسوهنو له امله د هېواد په ځینو سيمو کې جګړو زور اخيستى دى.

په دې وروستيو کې په بدخشان، هرات، جوزجان، فارياب، بغلان، هلمند، ننګرهار، لغمان او پکتيا ولايتونو کې جګړو زور اخيستى دى او هره ورځ له دواړو خواوو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

دا جګړې په داسې حال کې زور اخلي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د هېواد په سياسي او امنيتي حالاتو کې د ډېرو بدلونونو رامنځته کېدو امکان شته دى.

دوه مياشتې وروسته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې له افغانستان سره د مالي مرستو په موخه د اروپايي اتحاديې په همکارۍ د نړيوالې ټولنې يو کنفرانس جوړېږي.

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې په دغه کنفرانس کې له ځانه ښه وړتيا وښيي، په امنيتي او سياسي برخو کې خپلې لاسته راوړنې نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

خو د افغانستان سياسي او وسله وال مخالفين هڅه کوي چې تر بروکسل کنفرانس مخکې داسې حالات رامنځته کړي چې د بروکسل په کنفرانس کې د افغانستان دريځ کمزورى کړي.

بل پلو د روان لمريز کال د تلې په مياشت کې د افغانستان د ملي يووالي حکومت دوه کاله پوره کېږي، د ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله د هوکړې له مخې بايد په دوو کلونو کې په قانون کې د تعديل په موخه لويه جرګه را وغوښتل شي خو حکومت دې لوري ته تر اوسه کوم څه نه دي کړي.

اټکل کېږي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د حکومت سياسي مخالفين پر لاريونونو او مظاهرو لاس پورې کړي او د بروکسل تر کنفرانس پورې حکومت ته ستونزې پيدا کړي.

د سياسي چارو کارپوه جاوېد غفور وايي چې دا موسمي جنګ دى او هر کال په دې مياشتو کې جګړې زور اخلي.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د ملي يووالي حکومت خپلمنځي اختلافات د دې لامل شول تر څو د افغان ځواکونو په ليکو کې مديريتي ستونزې رابرسېره شي.

 

د غفور په وينا، پر پاکستان د نړيوالو فشارونه او د پاکستان له خوا پر طالبانو باندې فشار چې جګړه توده وساتي او په افغانستان کې خپلې ځالې جوړې کړي.

دا چې دا جګړې د بروکسل د کنفرانس لپاره توده شوې، وايي: ((فکر نه کوم؛ ځکه بروکسل اقتصادي کنفرانس دی، تر دې مهم د وارسا کنفرانس و، د هغه لپاره ولې جګړې زور نه اخيست.))

 

خو د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي چې د جګړو زور اخيستل، بېلابېل لاملونه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ملي يووالي حکومت خپل مشروعيت له لاسه ورکړى او د خلکو باور پرې کم شوى دى، دغه راز د بهرنيانو لاسوهنې او په هېواد کې نيابتي جګړې د دې لامل شوي، چې جګړې نور هم زور واخلي.

د ځلاند په وينا، په هېواد کې د داعش په ګډون د نوو وسله والو ډلو پيدا کول او د بهرنيو استخباراتو له خوا يې تمويل هم پر جګړو اغېزه کړې ده.

ده ادعا وکړه چې په افغان دولت کې د جګړې د ګټلو انګېزه نشته او د ګڼ شمېر ملکي او پوځي مشرانو کورونه له هېواده بهر دي.

دغه راز مافيا او شخصي ګټې هم د دې لامل شوي چې په هېواد کې جګړې زور واخلي.

ډاکټر ځلاند دا هم وايي چې طالبان د بريدونو په زياتولو سره غواړي ځان قوي وښيي او پر حکومت فشار راوړي، څو د دوى شرطونه ومني.

ده زياته کړه چې دوى به د جګړې پر ضد پر لاريونونو لاس پورې کړي او د سولې لپاره به په لوړه کچه هڅې وکړي.

د سياسي چارو شنونکى محمد حسن حقيار وايي، په دې وروستيو کې د طالبانو د مشر ملا منصور په ګډون ګڼ شمېر طالب مشران وژل شوي او هغوى د ځان د پياوړي ښودلو په موخه بريدونه کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د سولې پروسه په ټپه درېدلې او طالبان غواړي، د بريدونو په زياتېدو سره پر نړيوالو او افغان حکومت خپل شرايط ومني.

حقيار دا هم وويل چې دا استخباراتي او نيابتي جګړه ده، خو د هلمند په جګړو کې د نورو تر څنګ د نشه يي توکو مافيا هم لاس لري.

د سياسي چارو کارپوه سېلاب وزيرى هم وايي چې دا هم نيابتي جګړه ده، خو قربانيان يې عام افغانان دي او هره ورځ لسګونه افغانان وژل کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، حالاتو ته په کتو سره امريکا نه غواړي چې سيمه د ارامۍ خوا ته ولاړه شي.

د نوموړي په وينا، روسيه او چين فعلاً ستراتيژيک ملګري دي او د افغانستان له کمزوري حکومت څخه په اندېښنه کې دي.

دى وايي چې له داعش څخه چين او روسيه اندېښنه لري او د ولسمشر کانديد ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې اوباما او مېرمن کلنټن د داعش په رامنځته کولو کې رول لري، د دوى اندېښنې يې زياتې کړې دي.

وزيري د جګړې نور عوامل کمزورى حکومت، د چارواکو تر منځ بې باوري، اداري فساد او د ملي مشرانو نه شتون.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement