کابل (پژواک ٢١ زمرى ٩٥): د ملي امنيت شورا د حکمتيار له حزب اسلامي ډلې سره د سولې خبرو اترو له دوام هرکلى کړى او وايي، حکومت او حزب اسلامي د سولې خبرو اترو پر پايلو باوري دي.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ چې نن په خبري ناسته کې خبرې کولې، د سولې خبرو اترو د دوام په موخه د حزب اسلامي پلاوي له بيا راتګ هرکلى وکړ او ويې ويل، حکومت او حزب اسلامي دواړه د يادو خبرو اترو پايلو باندې باوري او خوښ دي.
نوموړي د حزب اسلامي دغه کار په هېواد کې د سولې او ثبات ټينګښت په برخه کې يو غوره ګام وباله او زياته يې کړه: "په ټوله نړۍ کې تجربه شوې چې د سولې راوستل خپلې ستونزې لري، خو بايد په ډېرې حوصلې سره د هغو پايلو ته انتظار وباسو."
د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې اوږدې خبرې، څو مياشتې مخکې په کابل کې پيل شوې وې او دواړه لوري پر يوې طرحې سره موافقې ته هم رسېدلي وو.
د سولې د عالي شورا له خوا دغه طرحه د حزب اسلامي پلاوي ته سپارل شوې وه، څو خپل مشر انجنير حکمتيار ته يې ورسوي او ياده ډله پرې مشوره وکړي.
خو پر ځينو مواردو د دواړو لورو د اختلافاتو له امله دا پروسه ځنډېدلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن