د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار-لښکرګاه لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوه

د کندهار-لښکرګاه لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوه

Aug 13, 2016 - 11:13

لښکرګاه(پژواک،٢٣زمرى٩٥):چارواکي وايي چې تر يوې اوونۍ وروسته د کندهار-لښکرګاه لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوه.

د هلمند ولايت د ترانسپورټ رييس عبدالغفور توخي د زمري په٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د هلمند-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانېستې ده.

هغه وايي چې دغه لاره  له يوې اوونۍ راهيسې وسله والو طالبان د دوراهي په سيمه کې د خلکو پرمخ تړلې وه.

د يادې لارې يوه موټر چلوونکي شهاب الدين پژواک ته وويل چې دغه لاره خلاصه شوې ده خو خلک وېره لري او په دې لاره تګ راتګ نه کوي.

هغه زياته کړه: (( څوک په دې لاره نه ځي ځکه خلک ډاريږي چې طالبان پرې ډزې ونه کړي.))

د همدې لارې بل موټر چلوونکي باغي پژواک ته وويل: (( د دې لارې په ډيرو ځايونو کې ماينونه خښ وو هغه امنيتي ځواکونو خنثى کړي ، خو سم دې ددغې لارې امنيت ونيول شي، ترڅو خلک په ارامه زړه تګ راتګ وکړي.))

د هلمند د والي وياند عمرځواک هم د يادې لارې خلاصېدل تاييدکړل.

د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه لار له يوې اوونۍ وروسته د ترافيکو پرمخ پرانېستل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هلمند ولايت په ډيرو سيمو کې جګړې روانې دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement