مزارشريف (پژواک، ۲۴ زمری ۹۵): د بلخ ولايت ديني عالمانو په بدو کې د نجونو ورکول د اسلام له نظره غير شرعي وګڼل او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو په له منځه وړو کې مبارزه وکړي.
د بلخ يو شمېر ديني عالمان، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي او لسګونه مدني فعالان د زمري په ٢٤مه د بلخ ادبي خوځښت په بلنه د بلخ د ولايتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو او د خان ولي عادل د مبارزې ملاتړ يې وکړ.
خان ولي عادل هغه پکتياوال ځوان دی چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په کابل کې د تحصن خېمه جوړه کړې او په بدو کې د نجونو پر ورکولو اعتراض لري.
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون غړي محمد عبده د يادې غونډې په اوږدو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې خان ولي عادل د يوې برحقې داعيې لپاره راپورته شوی او بايد ملاتړ يې وشي.
نوموړي زياته کړه چې لا هم د افغانستان په ډېری ولايتونو کې په بدو کې د نجونو ورکول دوام لري چې د مخنيوي لپاره يې لازمې هڅې نه کېږي.
عبده وويل، د افغانستان د مروجه قوانينو له مخې په بدو کې د نجونو ورکول منع دي؛ خو بيا هم يو شمېر خلک په دغه ناوړه دود لاس پورې کوي.
هغه د علماوو له شورا غوښتنه وکړه چې په بدو کې د نجونو د ورکولو پر خلاف فتوا صادره کړي او په دې اړه د جوماتونو له لارې خلکو ته تبليغ وکړي.
نوموړي ژمنه وکړه چې په ولسي جرګه کې به د خان ولي عادل د مبارزې او غوښتنې په اړه بحثونه وکړي.
د افغانستان د علماوو شورا غړي محسن دانش هم په غونډه کې ګډون کړی و او د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی يې د اسلامي قوانينو پر خلاف عمل وګاڼه.
نوموړي زياته کړه: ((د انسان خرڅول، په بدو کې د نجونو ورکول او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی د اسلام د احکامو خلاف او مردود عمل دی.))
دغه ديني عالم د دغو ناوړه رواجونو په له منځه وړو کې د رسنيو رول مهم وباله او غوښتنه يې وکړه چې په دې اړه دې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي.
د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي غلام رسول ملکزي، د خان ولي عادل له هڅو څخه د ستايلو تر څنګ وويل چې له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې موږ ټول ملګري يو. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن